برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: د افغانستان د اقتصاد په اړه د ملګرو ملتونو راپور یو څرګند حقیقت دی

طالبانو د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور تایید کړ.


د طالبانو د سیاسي مرستیال اقتصادي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د راپور چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ مه خپور شو، ستاینه وکړه او ویې ویل: په راپور کې حقايق او پرمختګونه د نړيوال بانک له خوا وړاندې شوي يو هدفمند او څرګند حقيقت دى.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، که نړیواله ټولنه مثبتې خبرې پیل کړي، بندیزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې سرمایه ازاده کړي، افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ پرمختګ وکړي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د تېرو میاشتو په پرتله د انفلاسیون کچه راټیټه شوې، د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی. د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی او په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی دی.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او کاري فرصتونه زیات شوي، د صادراتو تر څنګ د وارداتو کچه او ملي عایدات هم لوړ شوي، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او خلکو ته با کیفیته خدمات وړاندې شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو له نړیوال بانک غوښتي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نیمه پایې پروژې بشپړې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي