برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

صفر يو قطعې يو ديني عالم شهيد کړی

آریانانیوز: د ګډ حکومت صفر يو قطعې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې عربانو کلي کې د مولوي رفيع الله عرب په نوم يو ديني عالم په خپل کور کې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې شهيد کړی دی.


د سيمې اوسېدونکو ويلي، چې مولوي رفيع الله عرب د کلي جومات کې د قرانکريم د حفظ حلقې استاد و او په الفلاح پوهنتون کې يې زده کړې کولې.
د هغه وروڼه او تره زامن وايي، چې تېر ماښام، نوموړی له جومات څخه کور ته راغی، څه شېبه وروسته د صفر يو قطعې عسکر کور ته په وحشت داخل شول، د مولوي رفيع الله عرب پلار، وروڼه او تره زامن يې له کوره وويستل او دی يې په خپله کوټه په ډزو ټپي کړي، چې وروسته يې روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
په دې وروستيو کې صفر يو قطعې او نورو کورنيو او بهرنيو عسکرو د ديني علماوو او بې دفاع خلکو وژنو ته زور ورکړی او تېره ورځ يې هم د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ولسي وګړي شهيدان کړي وو.
د ننګرهار سربېره په لوګر، خوست، کندوز، کاپيسا، ميدان وردګ او نورو سيموو کې سلګونه ولسي خلک د عملياتو پر مهال وژل کيږي، خو رسنۍ، حکومت او د بشري حقونو په نوم ټولنې د دغو ولسي مرګ ژوبلو په اړه هېڅ نه وايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي