برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سېلابونو ٩ تنه مړه او ٢١ ژوبل کړل

په تخار کې پرله پسې بارانونو د مرکز تالقانو په ګډون په ځینو ولسوالیو کې سېلابونه بهولي چې نهه تنه په کې مړه شوي او ٢١ نور ژوبل دي.


د والي ویاند سنت الله تېمور د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکز تالقانو په ګډون ورسج، فرخار، نمک اب، چاه اب، چال او رستاق ولسوالیو کې څه باندې ٥٠٠ کورونه هم نړېدلي دي.
د تخار له پېښو سره د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده بیا د مړو، ژوبل شویو او ویجاړیو شمېر تر دې هم لوړ ښیي.
ده وویل چې په ډېرو ولسوالیو کې خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې او کورونه نړېدلي دي.
د هغه په وينا، ځینو بېځایه شویو کورنیو ته یې اړینې مرستې رسولې دي، خو په خبره یې چې نورو اړینو مرستو ته اړتیا شته.
له پېښو سره د مبارزې اداره وایي، د مرستې رسولو او سروې ډلې یې لا هم په سیمه کې دي، خو پرله پسې بارانونه او سېلابونه د تلفاتو او زیانونو شمېر د ورځ په تېرېدو زیاتوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي