برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سږکال په ننګرهار کی د مالټو حاصلات په بې مخینې توګه زیات شوي

آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س په هیواد کې پر ټوکیدلې وچکالۍ سربیره په یو شمیر ولایاتو کې موسمي میوو ښه نتیجه ورکړې.


د ننګرهار ولایت کروندګر او بڼوال وایي، سږکال یې د مالټو حاصلات د تیرکال په پرتله دوه برابره زیات وو.
بڼوال وایي، حاصلاتو یې د پاکستانۍ مالټو مخه نیولې او خلک د ننګرهار د کانال مالټې خوښوي.
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي د مالټو له حاصلاتو خوښي ښیي او وایي، په دغه ولسوالۍ کې پر ۳ زره جریبه ځمکه مالټې کرل شوې چې سږکال یې له ۷۰۰ جریبونو حاصل اخیستی دی.
په دغه ولسوالۍ کې یونیم سل ځوانان د مالټو شوکولو چارې پر مخ بیایي او بیکاره ځوانانو ته ښه مصروفیت په لاس ورغلی دی .
۴۵ کاله پخوا د ننګرهار د کانال په دولتي فارم کې پر شل زره هکټاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول چې په ۱۹۸۰ کال کې یې حاصلات تر نړیوالو مارکیټونو هم ورسیدل

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي