برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

راین کراکر: هر هغه هیواد چې طالبان په رسمیت وپیژني د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ شي 

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، طالبانو تر اوسه داسې کوم اقدام نه دی کړی چې وښيي دوی بدل شوي دي.


په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر ویلي، هر هغه هېواد چې غواړي د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني، امریکا به پرې بندیزونه ولګوي.

نوموړی وویل، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې طالبان په رسمیت وپېژني او طالبانو ته د افغانستان سفارتونو سپارل دغې ډلې ته د رسمیت پېژندلو د پروسې یوه برخه ده.

راین کراکر زیاته کړه چې طالبانو تر اوسه داسې کوم اقدام نه دی کړی چې وښيي دوی بدل شوي دي او هغه هېوادونه چې هڅه کوي دا ډله په رسمیت وپېژني لویه تېروتنه کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم دا ادعا کړې وه چې ډیری افغان سفارتونه له کابل څخه امرونه ترلاسه کوي.

کراکر د خپلې وینا په یوه برخه کې په افغانستان کې د داعش حضور اندېښمنونکی وباله او ویې ویل چې داعش په افغانستان کې منسجم شوی دی او امریکا یې اندېښمنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي