برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کونړ په هوایي عملیاتو کې ٢٠ملکي وگړي وژل شوي

آریانانیوز: د کونړ د ولایتي شورا غړي عبدالطیف فضلي رویترز اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې اته ښځې او ١٢ ماشومان وژل شوي دي او د هغه په وینا ١٥ تنه نور ملکي وگړي ټپیان شوي دي.


همدارازد رویترز اژانس دراپورپه اساس د کونړ د والي عبدالستارهم وایي “مونږ پدې خبر یو چې پدغه عملیاتو کې د ماشومانو او ښځو په گډون څو تنه ملکي وگړي وژل شوي دي”. هغه زیاتوي چې د پیښې د څیړنې لپاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.
د ناټو د قاطع ماموریت یوې ویاندې ویلي چې د کونړ ددغې پیښې پر وخت هوایي حملې دغه ماموریت ندي کړي، خو د افغانستان د دفاع وزارت ددغې پیښې په هکله کومه تبصره نده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي