برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندز د دستاربندۍ عام وژنه داسلامي نړۍ علماووله خوا غندل

د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ د ګډونوالو د عام وژنې غمیزه د هیواد له پولو اوښتې او د اسلامي نړۍ علماوو یې هم د غندنې اواز اوچت کړی.



د مسلمانو علماوو ټولنې (رابطة علماء المسلمین) په یوې اعلامیه کې د کندز د بمبار وروستۍ پیښه په کلکه تقبیح کړې او په دې اړوند یې د اسلامي هیوادونو، رسنیو او مطبوعاتو چوپتیا د تعجب وړ بللې.
د یادې ټولنې عالي شورا د کندز د دستاربندۍ د عام وژنې په غندنې سربېره، په افغانستان کې امریکايي ځواکونه «متجاوز اشغالګر» بللی او په اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې اړیکي ورسره قطع کړي.
نوموړې ټولنې په ټولو علماوو او خطیبانو غږ کړی چې د جمعې په خطبو کې د دشت ارچي له عام وژنې څخه مسلمانان خبر کړي او خپل الهي مکلفیت ترسره کړي.
د مسلمانو علماوو ټولنه له نن څخه ۸ کاله وړاندې په کویټ تاسیس شوې او د علماوو له رسوخ او اغیز څخه په استفادې په نړۍ کې د مسلمانانو د پاشلي صف په یووالی او اتحاد کې هلې ځلې کوي.
د دغې ټولنې د غړو علماوو شمېر ۱۱۵ ته رسیږي، چې د کویټ، سعودي، یمن، اردن، ترکیې، هند، مصر، فلسطین، اندونیزیا او مالیزیا په شمول د ۲۴ اسلامي هیوادونو اوسیدونکي دي.
د یمن مشهور عالم (عبدالمجید زنداني) او د سعودي (ناصر بن سلیمان العمر) او د اردن (عمر الاشقر) هم د علماوو د دې ټولنې غړیتوب لري.
نن ټکی اسیا د مسلمانو علماوو ټولنې اعلامیه ژباړلې او ارزښت ته په پام سره یې کټ مټ نشروي:
بسم الله الرحمن الرحیم
(أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ) ژباړه: (هغو کسانو ته د جنګ اجازه ورکړل شوې په کومو چې جنګ تپل کیږي، دا ځکه چې په هغوی باندې ظلم کیږي، او یقینا الله تعالی د هغوی په نصرت باندې قادر دی).
د مسلمانو علماوو ټولنې د افغانستان په کندز ولایت کې زمونږ په مسلمانو وروڼو باندې ترسره شوی جنایت څارلی، کوم چې د تیرې دوشنبې په ورځ په یوې دینې مدرسې د امریکايي اشغالګرو د بمبار په نتیجه کې رامینځته شو، ۱۰۰ کسان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټبیان کړل. جنګي الوتکې د قرآن کریم د حفظ د دستاربندۍ په محفل برید وکړ.
د علماوو ټولنه هغو کورنیو ته تعزیت وړاندې کوي، چې د قرآن کریم او احادیثو زده کوونکي ماشومان یې په دغه ناروا جنایت کې مړه او ټپیان شوي دي. له الله تعالی نه سوال کوو چې شهادتونه یې قبول کړي، او له امریکا او د هغوی له همکارانو څخه انتقام واخلي، کومو چې د خپل ټوپک خوله په امت کې د اهل السنت ولسونو ته سیخه کړې.
دغه عام وژنه او د قران حافظانو، دیني علماوو او داعیانو په نښه کول په داسې حال کې پیښیږي چې د شام، فلسطین، بورما او افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم په اهل السنت مسلمانانو ظلمونه روان دي. لامل یې دا دی چې زمونږ ولسونه د خپلو حکومتونو د خاموشۍ له امله له داسې ذلت سره مخامخ دي لکه بې سرپرسته یتیم چې د بخیل له دسترخوانه شړل شوی وي. له الله تعالی پرته مو بل هیچا ته هیله او اسره نشته.
دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې د عام وژنې جنایت ترسره کیږي، تر دې مخکې د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۳مه د امریکا ځانګړو ځواکونو جنګي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار او ۴۲ کسان یې ووژل.
بناء د مسلمانو علماوو ټولنه د دې فاجعې په اړه خپل غږ په لاندې ټکو کې اوچتوي:
لومړی: هغه مور او پلار چې د خپل زړه ټوټې یې له لاسه ورکړي، باید صبر وکړي او وپوهیږي چې الله تعالی یې بچیان د دنیوي فراغت تر سند په غوره سند ونازول. باید ټول په ګډه له الله تعالی څخه سوال وکړو چې له دغو ظالمانو انتقام واخلي. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: «د درې کسانو دعاګانې نه ردیږي: عادل امام، روژه په خوله روژه دار، او مظلوم، د دوی دعاګانې تر وریځو پورته کیږي، الله تعالی یې ګوري او وايي: زما دې په خپل عزت او جلال سوګند وي چې زه به خامخا ستا مرسته کوم، اګر که وروسته وي».
دوهم: اسلامي او عربي نړۍ باید د هغو مسلمانانو په حق کې د روانو جنایتونو د مخنیوي لپاره ګام اوچت کړي چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې له پامه غورځول شوي. د دیني او عقیدوي ورورګلوۍ تقاضا دا ده چې اسلامي هیوادونه باید له متجاوزو اشغالګرو هیوادونو سره اړیکي قطع کړي او د برتانیې او اروپا د هغه اقدام څخه عبرت واخلي چې د یو شخص د وژنې له امله یې له روسیې سره اړیکي قطع کړل. الله تعالی فرمايي: (وَاَلَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضهمْ أَوْلِيَاء بَعْض إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَة فِي الْأَرْض وَفَسَاد كَبِير) ژباړه: (او کافران یو تر بله ملګري دي، که تاسو داسې نه کوئ نو په ځمکه کې به فتنه او لوی فساد رامینځته شي).
دریم: د قرآن د حافظانو په وړاندې د دغې سترې غمیزې، مصیبت او فاجعې په اړه د یو شمیر عربي او اسلامي تلویزوني چاینلونو خاموشي او چوپتیا ډیره د حيرانتيا او تعجب وړ ده.
څلورم: د علماوو ټولنه په حقوقي سازمانونو غږ کوي چې د دغه جنایت په بربنډولو کې رول ادا کړي. دغه راز په بشري او خیریه موسساتو هم غږ کوو چې خوږمنو کورنیو ته د مرستې لاس وغځوي.
پنځم: دیني عالمان، داعیان او خطیبان باید مسلمانانو ته د دغه ستر ناورین یادونه وکړي او د الله تعالی هغه امر پرځای کړي چې د ځمکې په هر ګوټ کې یې د مظلومو او مستضعفو وروڼو په مرسته، کومک او دعا مکلف کړي دي.
(والله غالب على أمره ولكن أكثر الناس لا يعلمون) ژباړه: (او الله تعالی چې هر کار وغواړي کولی یې شي خو اکثره خلک نه پوهیږي).
د مسلمانو علماوو ټولنې عالي شورا

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array