برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بشري حقوقو سازمانونه

آریانانیوز: درسینوپه راپوپه اساس وروسته له هغه، چې په کندز ولایت کې د ګډو ځواکونو له لوري د ښوونځي او صحي کلینک د سوځولو، روزګان کې د دوولس ولسي وګړو د مرګ ژوبلې، فراه ولایت کې د ملکي وګړو د اموالو د چور او او د بګرام زندان په اول بلاک کې د دیني مقدساتو د توهین په غبرګون کې د راپورته شویو زندانیانو د شکنجې راپورونه ورکړل شول؛ طالبانو یې په غبرګون کې د بشري حقوقو په سازمانونو غږ کړي، چې پر افغان ولس د روان ظلم په پای ته رسولو کې خپل مسئولیت اداء کړي
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې تبصره کې پورته یادو شویو پېښو ته په غبرګون کې لیکل شوي « له مظلوم ولس په تېره ښځو او ماشومانو سره روان وحشت او ظلم، د ولسي وګړو کورونه ورانول، شتمنۍ لوټل، مذهبي اماکن ورانول، طبي او ښوونیز مرکزونه سوځول د ډیموکراسي د عسکرو پر ټنډه تور داغ دی
په تبصره کې وړاندې راغلي هغوی ته چې د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم غوړو شعارونو یې زړونه وړي، په ګران هیواد کې د همدې ځواکونو د روان وحشت په اړه بايد غور او فکر وکړي ځکه که په خپل کلي او کوڅه کې د ډیموکراسۍ د پوځیانو د یوې ورځې او شپې کړنې وارزوي؛ نو ورته ثابته به شي چې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، مساواتو او عدالت(؟) نړیوالو او کورنیو دعوه دارانو داسي جنایتونه او ظلمونه تکرار کړي چې ساري یې نه لیدل کیږي طالبانو ددې تر څنګ دا جنایات غندلي او د سره صلیب په ګډون په ټولو بشري بنسټونو یې غږ کړی، څو پر افغان ولس په تېرېدونکو جنایاتو سترګې پټې نکړي او د روان ظلم د پای ته رسولو په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

شریک یي کړئ!