برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کرکټ اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان

آریانانیوز: د افغانستان کرکټ بورډ د اسيايي سياليو لپاره اوولس کسيزه ملي لوبډله اعلان کړه.


د کرکټ بورډ د غوراوي کېمټې مشر نوروز منګل د غويي په ١١مه په يوه خبري ناسته کې وويل چې ١٧ کسيزه لوبـډله يې تر کره کتنې وروسته او د لوبغاړو تېرو لوبو او وړتياوو په کتو سره اعلان کړه.
اعلان شوې لوبـډله په لاندې ډول ده:
محمد شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدراڼ، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ (ویکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خېل، ګلبدين نایب، راشد خان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار.
منګل هيله څرګنده کړه چې دغه ځل به نه يوازې ملي لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې ښه لوبه وکړي، بلکې ښې لاسته راوړنې هم ولري.
هغه د تېز توپ اچوونکي دولت ځدراڼ په اړه وويل چې د ډاکترانو د راپور پر بنسټ چې لا هم بايد تر درملنې لاندې وي، په لوبډله کې نه دی ځای شوی.
اسيايي جام سيالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام لري.
دغه ځل اسيايي جام سيالۍ چې شپږ لوبډلې په کې برخه لري، په ګروپي بڼه مخې ته ځي، افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا به سره بخت ازمايي.
پاکستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې د لارموندنې له پړاوه به راوځي، بل ګروپ کې له یوه بل سره مخامخ کېږي.

شریک یي کړئ!