برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پراختيايي بودجې دوو وزارتونو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې

د ماليې وزارت مسؤلین وايي د ۱۳۹۷ لمریز کال له پراختيايي بودجې د ملي دفاع وزارت او د ښځو چارو وزارت د پینځو میاشتو په تېرېدو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې.


د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو پینځو میاشتو کې د اطلاعاتو او کلتور ووزارت نږدې څلور سلنه، د ترانسپورت وزارت نږدې څلور سلنه، عدلیې وزارت نږدې درې سلنه، د مخابراتو وزارت نږدې دوه سلنه او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت هم نږدې دوه سلنه پراختيايي بودجه لګولې ده.
سره له دې چې په تېرو څو میاشتو کې جګړې شدت موندلی، خو بیا هم ملي دفاع وزارت نه دی توانېدلی له پراختیايي بودجې حتی یوه افغانۍ ولګوي.
په ورته توګه سره له دې چې افغان حکومت او بهرنیان د ښځو چارو وزارت خپله ځانګړې لاسته رواړنه بولي او د ښځو د حقونو په نامه تبلیغات يې خورا پراخ دي، خو دې وزارت هم د پینځو میاشتو په تېرېدو له پراختيایي بودجې هیڅ لګښت نه دی کړی.
د مالي وزارت د ویاند اجمل عبدالرحیمزي وړاندې ویلي و، چې د ۱۳۹۷ کال په پراختيايي بودجه کې د خیالي بودجوي واحدونو د را کمېدو په خاطر ۴۲ سلنه کمښت راغلی دی، خو په دې کمه بودجه کې هم یادو دوو وزارتونو د نږدې نیمايي کال په تېرېدو هیڅ لګښت نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي