برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ازادۍ ورځې په څلور ترانو ۲۰ میلیونه افغانۍ مصرفول

آریانانیوز: دیوراپوله مخی ګډحکومت د پوهنې وزارت د ازادۍ ورځې د څلور ترانو جوړولو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي



ګډحکومت د پوهنې څلور ترانې جوړولو لپاره ۸۰۰ نجونې او هلکان د افغانستان د ۳۴ ولایتون او ټولو قومونو څخه پلازمېنې کابل ته دعوت کړي وو چې له منځه يې ۱۰ ماشومان د ترانو تهیه کولو لپاره خاص کړل
د چارو شننونکي وايي چې په ۴ ترانو ۲۰ میلیونه افغانۍ اسراف دی او پر دې پیسو ۵۰۰زره جلده کتابونه د ماشومانو لپاره چاپیدلای شول
خو د پوهنې وزارت ویاند نوریه نزهت بیا وايي چې متعلمین یواځې مکتب، کتاب، قلم او قرطاسیې ته اړتیا نه لري بلکې د دوی استعدادونه باید وپېژندل شي. هغې زیاته کړې چې مهمه نه ده چې د ښوونځیو فارغان دې ټول ډاکتران یا هم انجنیران شي
د افغانستان د انګریزي ښکېلاک څخه د ازادۍ سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره ماليې وزارت ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي چې ډیری افغانان يې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اشرف غني کمپاین یوه برخه بولي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي