برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي جرګې د کانديد پر دفتر ځانمرګي بريد کې ١٣ کسان ووژل شول

آریانانیوز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د کانديد ناصر مومند د کمپاين پر دفتر ځانمرګى بريد شوى دى.


د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ولسوالۍ په سنګرساى سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣ تنه وژل شوي او تر ٣٠ ټپيان شوي دي.
عيني شاهدانو ويلي چې دغه بريد د ناصرخان مومند کامه وال د کمپایني غونډې پر مهال شوى چې ګڼ کسان راټول شوي وو.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې د ناصرخان مومند د کمپاين مشر پتنګ خان هم وژل شوى، خو د ناصر مومند په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي