برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د لوبغاړو د پلور لړۍ راتلونکې دوشنبه ترسره کیږي

آریانانیوز: د افغانستان پریمیئر لیګ د لوبغاړو د پلور لړۍ به راتلونکې دوشنبه په لسم سپتمبر په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.


د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې، د افغانستان غوره لیګ (APL) د لوبغاړو د پېرلو مراسم د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۰مه) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره کېږي.
دغه پرېکړه وروسته تر هغه وشوه چې د یاد لیګ د پنځو لوبډلو د امتیاز اخیستو لړۍ پای ته ورسیده، چې په کې ټولو هندي شرکتونو پانګونه وکړه او هیڅ کوم افغان پانګوال په کې برخه وانخیسته.
د ځینو راپورونو له مخې چې تر دې دمه په یاد لیګ کې د نړۍ سترو لوبغاړو هم نومونه راجیستر کړي، چې له جملې یې د شپږیزو پاچا کریس ګېل، بوم بوم افریدي، برینډن میکولم، مصباح الحق، شعیب ملک، کمار سنګا کارا، تیسارا پریرا، تمیم اقبال، عمران طاهر او داسې نور لوبغالي دي.
په دغه لیګ کې د افغانستان، پاکستان، بنګلادېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، اسټرالیا، ایرلېنډ، زمبابوې، عربي امارات، سکاټلنډ، هانګ کانګ، عمان، نیپال او کاناډا له ۳۵۰ زیات لوبغاړي په شپږو بېلابېلو (Icon, Diamond, Gold, Silver, ICC Associate and Emerging) کټګوریو کې راجستر شوي او په دغو مراسمو کې به د لوبډلو د امتیاز لرونکو له لوري وپېرل شي.
د افغان پریمیئر لیګ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا تېره میاشت په رسمیت وپېژندل شو، چې په مرسته یې اوس د نورو هېوادونو لوبغاړي کولی شي د خپل کرېکټ بورډ په خوښه د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي، همدا ډول د کرېکټ نړیواله شورا به د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د لوبڅارانو ګومارنې او نورو اړونده برخو کې هم مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې ګډون کوي، ټولې به ۲۳ سیالۍ ترسره کیږي، او له مخې به یې ۴۰ خارجي او نور داخلي لوبغاړي ګډون کوي، چې ټولې سیالۍ به د شارجه لوبغالي په کوربه توب ترسره شي، او هره لوبډله به لږ تر لږه ۱۷ او ټول ۲۰ لوبغاړي ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي