برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د فوټبال د دوو ټورنمينټونو پرانيستل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دکندهار د فوټبال په ورزشي لوبغالي کي د پرانيستي مراسم جوړ سوي وه، چي پر مهال ئې مرستيال والي عبدالحنان منيب، امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان، د ولايتي شورا غړو، د سپورټ د برخي مسئولينو، لوبغاړو او د فوتبال مينه والو ګډون کړی وو
پرانيستنه د دوو ټورنمينټونو وسوه، يو ټورنمينټ د کندهار د فوټبال د داخلي لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او بل هم د ولايتونو د لوبغاړو تر منځ ترسره کېږي، چي د چمن لوبډله هم پکښي شامله ده
د ولايتونو د لوبغاړو تر منځ د فوټبال ټورنمينټ اته ورځي دوام کوي، چي د کندهار دوې لوبډلي، د نيمروز لوبډله، د فراه لوبډله، د هلمند لوبډله او د چمن لوبډله برخه پکښي اخلي
د سولي په نوم ياد ټورنمينټ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب او امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان په همکاري او مالي مرسته جوړ سوی دئ.
د خبرو پر مهال مرستيال والي يادونه وکړه، چي د ولايتونو د لوبډلو تر منځ د يووالي د ټينګېدو، د فوټبال د ودي او همدارنګه د سپورټ د مينه والو له پاره د سولي په نوم ياد ټورنمينټ جوړ سوی
ښاغلي منيب ټينګار وکړ، چي د مېلمنو لوبډلو دي ښه مېلمه پالنه وسي، امکانات دي ورته برابر او هم دي د فوټبال د تماشه کوونکو له پاره هيڅ ستونزي نه جوړيږي
د ولايتونو د لوبډلو تر څنګ د کندهار داخلي لوبډلي هم بل ټورنمينټ ترسره کوي، چي ټولي ۲۱ لوبډلي برخه پکښي اخلي
د يادولو ده، چي ولايتي ادارې په دې ورستيو کي د لوبغاړو د هڅوني او ورزش ته د ودي ورکولو له پاره بېلا بېل ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ!