برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان له ۱۶ کلونو د ټېټ عمره فوټبال ملي ټیم لوبغاړوایران ته ماتي ورکړه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دهیواد له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر لرونکي فوټبال ملي ټیم لوبغاړو پرون دو شنبه د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې، د ایران له ۱۶ کلونو ټیټ عمره فوټبال لوبډلې ته ماتي ورکړې ده.



د مرکزي اسیا هېوادنو له ۱۶ کلونو د ټیټ عمره ځملیانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کیږي افغانستان تر دې مهال د دې سیالیو بهیر کې ۳ لوبې کړې دي چې دوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
پرون د ایران پر وړاندې سیالۍ کې افغان زلمکي ذاکر حسیني د یوه ګول په وهلو سره د ایران فوټبال ټیم ته یو پر صفر ماتي ورکړې ده.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په دغې پرونۍ لوبه کې د دواړو هېوادونو ديپلوماتانو هم ګډون کړی و.
ټاکل شوې افغان لوبغاړي نن سې شنبه د ازبکستان له لوبډلې او د پنجشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان لوبډلې سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي