برخه -څانګه : sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

آریانانیوز: د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې پرون افغانستان یو د صفر پر وړاندې د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه
دا لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوه
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دوهمه لوبه وه. د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان فرشاد نور وکولای شول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د بنګله‌دېش دروازه خلاصه کړي
افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل، خو مقابل لوري یو ګول هم جبران نه‌کړ
د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ اسیايي ټیمونه سره سیالي کوي. افغانستان له قطر، عمان، بنګله‌دېش او هند سره په «اې» ډله کې دی
د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې د قطر په کوربه‌توب ترسره کېږي او ورپسې به په ۲۰۲۳ کال کې د اسیايي ملتونو جام ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي