برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ 10تنه وژل شوي

آریانانیوز: د هیواد په ختیځ، کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ مربوط په ادرین او هیلګل درو کې تېره ورځ سېلابونو ګڼ شمېر کورونه وړي او 11 کسان يې وژلي دي چې لس يې د یوې کورنۍ غړي دي.


د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم په غازي اباد کې د سېلابونو راتللو او خلکو ته د مالي او ځاني زیان اړولو خبر تأيید کړی او زیاته کړي یې ده چې، پرون د جمعې ورځي مازیګر مهال په غازي اباد کې د باران د اورښت وروسته سېلاب راغلي، چې خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان اړولی دی.
نوموړي ویلي، یولس تنه پکي وژل شوي چې په وینا یې لس تنه یوازي د یوې کورنۍ غړي دي.
باید وویل شي چې په کونړ او نورستان کې تل د سېلابونو له امله ځايي اوسېدونکو ته تلفات اوړي. او خلک همیشه له حکومت خصوصاً له سیمه ایزي ادارې څخه په شکایت وي چې لازمي مرستي ورسره نه کوي.
په یادو ولایتونو کې د غرنیو سیمو او درو موجودیت د دې لامل کیږي چې خلکو ته سیلابونه په آسانۍ سره زیان اړوي. او خلک یې په مخنیوي کې ناتوانه دي. که څه هم حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په یادو سیمو کې یې همیشه له خلکو سره مرسته کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي