برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر هزاره ملکي وګړو د بریدونو په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه

آریانانیوز: د سویډن د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو سیستماتیک سرغړونې او پر مذهبي لږکیو بریدونه باید پای ته ورسېږي.


د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې آن لینډ پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې پر هزاره وګرو د بریدونو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغه په مزارشریف کې د شیعه مذهبو پر جومات برید ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سیستماتیک سرغړونې او پر مذهبي اقلیتونو بریدونه باید پای ته ورسېږي.

په مزارشریف ښار کې د شیعیانو پر جومات برید د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر ۳۰ ډېر شهیدان او نږدې ۹۰ نور ټپیان شول.

تر دې مخکې د کابل د دشت برچي په سیمه کې د شیعیانو پر یوه ښوونځي او ښوونیز مرکز برید وشو او یو شمېر زده کوونکي یې شهیدان او ټپیان کړل.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي