برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سرپل د والي پر کاروان وسله وال برید

آریانانیوز: امنیتي چارواکي وايي، د سرپل د والي او دوه نورو امنیتي چارواکو په کاروان د طالبانو کمیني برید کې ۷ کسه وژل شوی دی.
د سرپل والي عبد القادر آشنا رسنیو ته ویلي، پرون ددې ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې امنیه قومندان او د ملي امنیت رئیس هم ورسره مل وو.
نوموړی زیاتوي، سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د نوي ولسوال د پيژندلو په موخه ورغلي وو، چې د بیرته راتلو پرمهال د طالبانو له کمین سره مخ شول او جګړه ونښته. آشنا وايي، په دغه نښته کې دی، امنیه قومندان او د ملي امنیت رئیس بچ شوي؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی او ۶ تنه نور زخمیان شوي دي
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې یې خبرداری ورکړی که حکومتی ځواکونه له خپلو سیمو څخه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د ور تلو هڅه وکړي، په وړاندې به یې غبرګون ښيي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي