برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د روانې جګړې له امله له سل زرو زياتو ملکي اوعام خلکوته ته مرګ ژوبله اوښتې ده

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی ملګري ملتونه وايي، په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله له سل زرو زياتو ملکي افغانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما مشر تاداميچي ياماموتو ويلي، ښايي په افغانستان هېڅ داسې ملکي وګړی نه وي پاتې، چې د جګړې تشدد له امله نه وي اغېزمن شوی
د هغه په وينا د روانې جګړې ښکېل لوري بايد له روان اورکم څخه ګټه پورته کړي، تر څو روانه جګړه د تل لپاره بنده او په هېواد کې سوله تامين شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون مشر ميشل بالي هم ويلي، د جګړې ټولې غاړې بايد د خپلو عملياتو پر مهال احتياطي تدابیر عملي کړي، تر څو د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي
يوناما د ملکي مرګ ژوبلې په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د يوې اونۍ لپاره په ټول هېواد کې د جګړې تشدد کموالي لړۍ پيل شوې ده
د يوې اونۍ اورکم له پوره کېدو وروسته به د روانې فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او د بهرنيو پوځيانو وتل پيل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي