برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هوايي برید پر مهال لسګونه ولسي خلک ووژل شول

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» او د بشري حقونو سازمان په خپل ګډ راپور کې ويلي، د روان ۲۰۱۹ کال په می مياشت کې امریکايي الوتکو د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ کې د ملکيانو کورونه بمبار کړي وو او لسګونو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه
په می مياشت کې امريکايي عسکرو او ګډ حکومت ادعا کړې وه، چې بالابلوک ولسوالۍ کې يې د مخدره موادو ۶۸ کارخونې ويجاړې کړې وې او ۱۵۰ طالبان يې وژلي، خو يوناما او د بشري حقونو سازمان د امریکايي پوځيانو او ګډ حکومت ادعاوې بې بنسټه بللي دي
د يوناما او بشري حقونو د سازمان په راپور کې راغلي، د سيمې له خلکو يې پوښتنې کړي او بالاخرې دې پایلې ته رسيدلي، چې سيمه کې د مخدره موادو کارخونې شته، خو د طالبانو ملکيت نه دی او وژل شوي خلک هم ټول ملکيان دي
د راپور له مخې په وژل شوو کې ځينو خلکو د مخدره موادو په کارخونو کې کارونه کول، خو يو شمېر نورې مېرمنې او ماشومان په خپلو کورونو کې وژل شوي دي
يوناما او د بشري حقونو سازمان وايي، که دغو خلکو د مخدره موادو په کارخونو کې هم کارکاوو، بايد پر خلاف يې قانوني ګامونه پورته شوي وای، د ژوند خونديتوب مستحق وو او بايد په بمباريو کې نه وای وژل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي