برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوم لیکنې بهیرپای

آریانانیوز: د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) بریالی پای ته ورسید.



د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، چې په دغه بهیر کې نږدې ۲۵۰ زره کسانو نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاه مشر حبیب الرحمن ننګ وایي، چې مونږ په ټول هېواد کې د ۱۳۸ زره ۵۹۲ نرینه وو، ۷۹ زره ۸۱۶ ښځینه وو، ۳ زره ۲۲۰ کوچیانو نوملیکنه بشپړه کړه.
دغه راز څرګندوي، چې د رای ورکوونکیو نوملړ د سمولو لپاره چمتوالی نیول شوی او ولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي.
که څه هم د ټاکنو کمیسیون دغه معلومات د قناعت وړ بولي؛ خو ټاکنڅاري بنسټونه ټینګار کوي، چې د تقویتي نوملیکنې بهیر بریالی نه و او یو شمېر ډېر خلک له نوملیکنې پاتې شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علی نجفي ویلي، چې د تقویتي نوملیکنې بهیر؛ ځکه بریالی نه وو، چې کمیسیون خپل اعلان کړي شمېر ته ونه رسیده.
دغه بهیر د غبرګولي پر ۱۸ پیل شوی و او په ۳۳ ولایتونو کې نږدې ۲۵۰ زره کسانو نوملیکنه وکړه؛ خو په غزني ولایت کې به یوه اوونۍ نور هم دغه بهیر روان وساتل شي.

شریک یي کړئ!