برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د رایو د بیا شمېرنې د تیاری پیل

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو د بیا ځلې شمېرنې او څېړنې لپاره یې تیاری پیل کړی او له ناظرینو هیله ده، چې په ټاکل شوي وخت د رایو د بیا ځلې شمېرنې له بهیر څخه د څارنې لپاره حاضر شي
له ټاکنو کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د ټاکنو کمېسیون د ټیمونو د استازو په حضور کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره د تخنیکي موادو چمتو کول پیل کړي، د وخت د کموالي له امله له ناظرینو هیله کېږي، چې په خپل وخت د څارنې لپاره حاضر شي.»
ټاکنو کمېسیون داسې مهال د رایو د بیا ځلې شمېرنې لپاره امادګي نیسي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، تر هغه دمه چې رایې په بشپړ ډول چان شوې نه وي، د رایو بیا ځلې شمېرنه ورته د منلو نه ده
ثبات او همپالنې ټیم د یوې اعلاميې له لارې له خپلو ناظرینو غوښتي، چې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دې ګډون نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي