برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري

آریانانیوز: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په وینا، د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې د افغان کورنیو عایدات په چټکۍ سره راټیټ شول، چې د کابل خلک یې تر ټولو زیات زیانمن کړي دي.


د خوړو نړیوال پروګرام اسیا پسیفیک برخې په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر خراب شوی او دا مهال د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري.

دغه بڼسټ همداراز ټینګار وکړ چې د روان کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د ۸۰٪ کورنیو عاید په شدت سره راټیټ شو، چې له امله یې د کابل خلک تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د دې ټویټ په دوام کې ویل شوي: په افغانستان کې یو زیات شمیر کورنیو هم په ژمي کې هیچ عاید نه درلود.

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید بیړنۍ بشردوستانه مرستې زیاتې شي، ځکه چې د افغانستان نیمایي نفوس له سختې لوږې سره مخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي