برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

له لسو افغانانو څخه ۹ یې د کافي خوړو د برابرولو توان نه لري

فقر

آریانانیوز: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه نهه یې کافي خواړه نه شي ترلاسه کولای.


د دې پروګرام په وینا، والدین نه شي کولای خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې په 2022 کال کې یې په ټول هیواد کې د 21 ملیون څخه زیاتو زیان منونکو خلکو او هغو کسانو ته رسیدګي کړې چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري خپره شوې ده.

د مرستندویه موسسو په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي. ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي