برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۲ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د خوړو نړیوال پروګرام: افغان والدین خپلو ماشومانو ته خواړه نه شي برابرولای

آریانانیوز: د خوړو نړیوال سازمان اعلان وکړ: په افغانستان کی اقتصادی ستونزو په دغه هیواد کی میندو او پلرونو ته د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په چمتو کولو کی له ننګونو سره مخامخ کړی دی.


د خوراک د نړیوال سازمان افغانستان څانګې په خپل ټویټر کې د حضرت ګل په نوم د یوه ۱۶ کلن ماشوم عکس خپور کړی چې په فاریاب ولایت کې یې د خوراک له نړیوال سازمان څخه مرسته ترلاسه کړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان وايي: په افغانستان کې د وچکالۍ، د اقلیم د بدلون او اقتصادي ستونزو له امله والدین د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په برابرولو کې له ننګونو سره مخ دي.

دغې ادارې تېره اوونۍ وویل: په افغانستان کې له لسو څخه ۹ تنه د بسیا خوړو برابرولو باندې نه توانېږي.

د مرستندویه موسسو د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري، څه باندې ۱۹ میلیونه کسانو ته رسېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي