برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د حزب اسلامي لسګونو مشرانو له حکمتياره نه جلا شول

آریانانیوز: درسنیوّدراّورّه اساس د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د اجرائيه شورا لسګونو غړو له ګلبدین حکمتيار څخه خپله لاره جلا کړه او د نوي سياسي خوځښت اعلان يې وکړ
دغو حزبي مشرانو «د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد» په نوم نوی سياسي تنظيم اعلان کړ او له ښاغلي حکمتيار څخه يې بې زاري اعلان کړه
د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد مشر د حزب اسلامي جهادي قومندان او د پکتيا پخوانی والي جمعه خان همدرد ټاکل شوی دی
د ښاغلي همدرد په خبره نور يې له حکمتياره هيله پرې شوي او تر دې وروسته به د ملي ګټو پر بنسټ سياسي فعاليتونه کوي
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد جوړښت په لاندې ډول دی
ښاغلی جمعه خان همدرد رئیس
ښاغلی حاجی الماس زاهد معاون
ښاغلی عبدالروف ابراهیمی معاون
ښاغلی بشیر قانت معاون
ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاګټر فضل محمد ابراهیمی معاون
ښاغلی انجنیر احسان الله محسود معاون
حزب اسلامي هم منلې، چې يو شمېر کسانو ترې لاره جلا کړې، خو وايي، مهم خلک نه دي
د حزب اسلامي د اجرائيه شورا غړي همايون جرير ويلي، چې دغه خلک د څوکۍ بایللو له امله له حزب څخه جلا شوي او په وينا يې ډېر مهم خلک هم نه دي
د حزب اسلامي پر مشر ګلبدين حکمتيار تور پورې کيږي، چې ګوندي سياست کې اصولو ته ژمن نه دی او د ګوند واک او ګټې يې ټول د زامنو او زومانو په واک کې ورکړي دي.

شریک یي کړئ!