برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جنرال رازق پر کور ډله ییز برید شوی

د کندهار په سرحدي ولسوالي بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته نیژدې چاودنه او بیا جګړه تر سره شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د راپورونو سره سم په سپین بولدک کې د امنیه قومندان جنرال رازق کور ته لومړی د موټر سایکل په واسطه سرتیری برید شوی او بیا دوو تنو نورو بریدګرو د کور پر ساتونکو ډزي کړي او جګړه پیل شوې ده.
جنرال رازق ویلي چې د پيښې پر مهال په کندهار ښار کې وو او کورنۍ ته یې هم زیان نه دی رسیدلی.
ویل کیږي چې جګړې تر یوه ساعته دوام کړی او په ترڅ کې يې د بریدګرو په ګډون ۴ تنه پولیس مړه او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
د امنیه قومندان سکرتر غورځنګ افریدي رسنیو ته ویلي چې سرتیري بریدګر ۳ تنه وو او په وینا یې ددوی په برید کې یوازي ۲ تنه پولیس ووژل شول. خو نورو سرچینو ویلي چې څلور پولیس مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي