برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کورنیو ته يې یوازې د اولادونو کوپړۍ هم لېږل

آریانانیوز: جنرال عبدالرازق اڅکزی په ۱۳۵۸لمریز کال د کندهار په سپين بولدک کې وزېږيد، زده کړې يې د یادولو وړ نه دي، په کوچنیتوب کې تر ډېورنډ فرضي کرښې هغې خواته واوښت او موټر مینځلو کې يې کار کاوه.


رازق د امریکا له یرغل سره یو ځای کندهار ته راغی او سپین بولدک کې د یوې پوستې قومندان وټاکل شو، په ۲۰۰۴ز کال یاده ولسوالي کې د سرحدي ځواکونو قومندان شو.
په ۲۰۰۶ز کال اسدالله خالد په کندهار کې والي شو، له دې سره د جنرال رازق نوم هم جوخت یاد شو او بشپړه سرحدي لوا ور وسپارل شوه.
جنرال رازق هغه وخت پر ټول کندهار تسلط پیدا کړ، چې د کندهار پخوانی امنیه قومندان خان محمد مجاهد ووژل شو او په ۲۰۱۱ز کال دی د هغه پر ځای وګمارل شو.
کندهار؛ د بې نمونې وحشت شاهد
د امنیه قومندانۍ چوکۍ په کندهار کې د ولایت تر چوکۍ هم لوړه شوه او کندهاری ولس په تېره بیا د کندهار ښار اوسېدونکي د یوې کوچنۍ دیکتاتوري امپراطورۍ شاهدان شول.
رازق په ټولو مهمو پوځي او امنیتي برخو کې خپل نږدې کسان وګمارل، شخصي زندانونه يې خلاص کړل او د قاچاق، اختطاف او ترور تر څنګ يې ظاهراً د پاکستان په اړه هم مکرجنه ژبه کاروله.
د بشري حقونو د څار کمیسیون؛ خوله چوله کړه!
په افغانستان کې امریکايي عسکرو د خپل ملاتړ لپاره ګڼ جنایت کار وروزل، تمویل يې کړل او د کار اخیستنې لپاره يې نږدې د هر څه کولو واک او اجازه ورکړه.
د بشري حقونو د څار کمیسیون د ۲۰۱۵ز په مارچ میاشت کې راپور خپور کړ، چې د وخت لاندې لوړپوړي چارواکي يې بشري جنایتکاران معرفي کړل:
۱- عطامحمد نور – بلخ کې د وخت والي؛
۲- عبدالحکیم شجاعي – روزګان کې د وخت اربکی قومندان؛
۳- خیرمحمد تیمور – د تخار پخوانی امنیه قومندان؛
۴- حاجي نجیب الله – تخار کې د وخت د ملي امنیت رییس؛
۵- اسدالله خالد – د ملي امنیت پخوانی رییس؛
۶- عزیز الله – د پکتیکا اربکیانو قومندان؛ چې طالبانو کابل کې وواژه.
۷ـ جنرال عبدالرازق – د کندهار امنیه قومندان؛ چې پرون ووژل شو.
د بشري حقونو د څار ادارې دغه راپور د ۱۲۵ مرکو پر اساس لیکل شوی و، چې په ۲۰۱۲ز کال کې د قربانیانو له کورنیو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ژورنالیستان، مدني فعالانو، ملګرو ملتونو چارواکو او له افغان او نړیوالو ځواکونو سره شوې وې.
ګارډین د بشري حقونو د څار کمیسیون په حواله د جنرال رازق په اړه لیکي: «تر ټولو بد او وحشي صفته انسان د کندهار د پوليسو مشر جنرال رازق او اووه نور مهم قوماندانان دي.»
جنرال رازق د ولایت مشهور سوداګر په یو بل نوم لوټل خو د نورو ځورونو او تښتونو لپاره يې یوازينۍ پلمه د طالب ملاتړ دعوه وه، ګارډین د بشري حقونو د څار کمیسیون د راپور په حواله هم همدا یادونه کوي: «د جنسي ځورونو، سياسي او حقوقي جرمونو کړۍ ډېرې پراخې شوي او ښه بهانه د طالبانو په نوم خلک ځورول دي او هېڅوک د بشري حقونو مسؤوليت پر ځان نه مني.»
د بشري حقونو راپور زياتوي، چې د دې ناوړه کړنو پيل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال شوی او کرزي د خپلې واکمنۍ په پيل کې ويلي و، چې د ده لپاره امنيت ټينګول تر هر څه مهم دي او د دې لپاره يې جنرال رازق او ګڼو نورو قوماندانانو ته په خلاص مټ اجازه ورکړې وه.
ګارډين زياتوي: «د دې تر څنګ بهرني عسکر هم د جنرال رازق او نورو بشري مجرمانو ملاتړ کوي او دواړه لوري له يو بل څخه ګټه پورته کوي او بهرني عسکر دغه ډول ظلمونه د خپل شتون او بريا مهم راز بولي.»
جنرال رازق چې د خپل ورور تادین په ملګرتیا د ولسي وګړو او خپلو وسله والو مخالفینو د ځورونې، وژنې او تښتونې لپاره شخصي زندانونه لري، ګڼ داسې جنایات ترسره کړي چې په لیدلو، لوستلو یا اورېدلو يې ويښته نېغ ودرېږي.
رازق د ولسي وګړو په وژنه کې دومره وړاندې لاړ، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې د خپل دفتر مخې ته درې تنه ولسي وګړي د تومانچې په ډزو ووژل، خلک د شکایت لپاره تر ارګ ورسېدل خو پايلې يې نه درلودلې.
د جنرال رازق اړوند کسانو په ۲۰۱۵ میلادي کال اګست میاشت کې د هغو وژل شویو طالبانو جسدونه د بولدک ولسوالۍ مرکز کې وسوځول، چې له سرحدي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي و.
زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد
دا د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې کیسه ده، چې د رازق کسانو د یو دوکاندار جسد په داسې حال کې په ښار کې وغورځاوه، چې سترګې، غاښ، پوزه او د مخ پوستوکی يې بشپړ نه و.
جنرال رازق چې په کندهار کې ګڼ خبریالان هم په پیسو اخیستی و، پاتې خلکو يې پر وړاندې د غږ پورته کولو توان په ځان کې نه لید، ځکه به يې په اړه ډېری بهر مېشتو کندهاریانو د هغه جنایات رسنیز کول.
د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په یوولسمه نېټه بهر میشتي لیکوال محمد شریفي د پنجوايي په دوراهي کې د هغه دوکاندار تصویر خپور کړ، چې رازق يې څېره بدله کړې وه.
شریفي چې ډېری وخت د کندهار د امنیتي وضعیت اړوند تبصرې لیکي، پخپله فیسبوک پاڼه د هغه دوکاندار تصویر خپور کړی و، چې د رازق کسانو يې سترګې ویستلې، غاښونه مات کړي او د مخ پوستوکی يې بشپړ ترې ویستلی دی.
شریفي دغه کس د پنجوايي په دوراهي کې دوکاندار یاد کړی، چې له الکوزي قوم سره اړیکه لري، د هغه اوښتی جسد د اتمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې پیدا شوی دی.
هغه لیکلي و: «یاد کس د لغړیانو او خرکارانو لنډغرو اول ربړولی، شکنجه کړی، سترکي ځني کښلي، پزه او شونډان یې ترې پرې کړې، د مخ پوست يې ځني اړولی، په خوله کي يې غاښونه ورمات کړي، وروسته یې حلال کړی او د اتمي امنیتې حوزې په مربوطاتو کي یې غورځولی وو.»
جنرال رازق په شخصي زندانونو کې سلګونه دوکاندران، سوداګر، محصلین، طالب العلمان، ملا امامان او هر هغه څوک چې د دوی له امرونو يې سرغړونه کوله یا يې د دوی جنایات رسنیز کول، ځورولي او وژلي دي.
یو بل خونړی ګام!
جنرال عبدالرازق چې د امریکایانو لپاره پر اخلاص يې نیویارک ټایمز هم اندېښنه ښوودلې او اعتراف يې کړی چې په یاد زون کې به بیا دغسې اخلاصمن ملګری پیدا نه کړي، د هغوی له یو بل خونړي ګام سره يې هم د هو سر ښورولی و.
نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې په کابل کې یو خصوصي تلویزون د بلک واټر کمپنۍ له مشر سره مرکه وکړه او هغه د روانې جګړې د خصوصي کولو وړاندیز وکړ، چې د حکومت د رهبرۍ په کچه يې مخالفت وشو، خو رازق د پردې شاته د دې لوبې د لوبغاړيتوب لپاره منډې ترړې پیل کړې.
هغه د ملي امنیت له پخواني رییس رحمت الله نبیل سره هوکړې ته ورسید او دواړو د بلک واټر کمپنۍ مشر اریک پرینس ته د ۵۰ میلیونه ډالرو په بدل کې د دې جګړې د افغاني جګړه مارو مشرانو په حیث د قبولولو سینې وډبولې.
اریک پرینس لا پر دومره پیسو ورته د هو یا نه ځواب نه و ورکړی، چې جنرال رازق د طالبانو د نفوذي برید ښکار شو.
ویل کېږي، د هغه پر ځای يې ورور تادین سرپرست امنیه قومندان ټاکل شوی، چې په بشري جنایاتو کې يې له هغه سره برابري کوي. خو د کتونکو په نظر د رازق له شتونه پرته یې ورورو تادین په خپلو پلویانو کې هیڅ حیثیت نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي