برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال رازق ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور رانه اخیستي

آریانانیوز: د «علي محمد بافیض» په نامه د لوژستیکي شرکت مسؤلین وايي جنرال رازق ترې دوه کاله مخکې ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور وړي دي.


د دې شرکیت مشر ویس عزیزي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې هر موټر يې د ۱۲۰ زره ډالرو په اندازه قېمت لري، خو جنرال رازق ترې پرې خېټه اچولی او ان استعمالوي يی.
عزیزي وايي چې رازق دا موټر ترې د مخدره مواد د انتقال په تور نیولي، خو نه يې د تور سپیناوی یا هم محاکمه شوې او نه يې موټر د امانت په ډول ساتلي.
د ده په خبره له همدې موټرو يې خپلو ملګرو ته ورکړي او هم يې حامد کرزي ته دوه عرادې ډالۍ کړي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې که يې په لس ورځ کې د ګډ حکومت مسؤلین غږ وانه وري، نو نړیوالې محکمې ته به عریضه وکړي.
عزیزي وايي دوه کاله کې يې هیڅ مرجع غږ نه دی اورېدلی، خو د رازق ملګري ورته په ټلیفون کې وايي چې د دې موټرو قېمت باید ورکړم او خپل موټر پخپله بېرته واخلم.
جنرال رازق چې د نړیوالو بشري سرغړوونکو په لیست کې هم قرار لري، پر ورته کړنو سربېره پر اختطاف او شخصي زندان لرلو هم تورن دی.
وټر په زور رانه اخیستي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي