برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اې ویده ولسه ! د ظالم حمایت مه کوه

آریانانیوز: په فیسبوک کي د ناخبرو ځوانانو پوسټونو او په تلویزیون کي د مطبوعاتو ځانګړو خپرونو دې ته مجبور کړم چي دا لیکنه وکړم.


زموږ اصلي دښمنان څوک دي او غمخواران مو څوک دي؟ آیا همدا امریکایان زموږ غمخواران دي؟
رښتیا هم چي جهالت او ناپوهي په انسان څه څه کوي؟ همدا ناپوهي ده چي سړی کفر ته رسوي د حدیث مصداق غوندي سړی به سهار مؤمن او ماښام به کافر وي.
دوی خواران په دې هم نه پوهیږي چي د یو ظالم حمایت کول څومره ستره ګناه ده، رښتیا دوی ښه پوهیږي او پرې خبر دي خو پر حقیقتونو باندي سترګي پټوي، زما په فکر په افغانستان کي به داسي یو کس نه وي چي د همدې هیواد د ظالمانو له ظلمونو دي خبر نه وي خو تعصب ددوی سترګي ړندي کړي د پښتون او کندهاري په نامه باندي د هر ظالم حمایت او کومک ته یې ملا تړلې ده، تاسي خبر نه یاست چي د ظالم حمایت د هغه سره په ظلم کي د شرکت په اندازه ګناه ده…… الله تعالی جل جلاله خو په قرآنکریم کي هم داسي فرمایي : (ولا ترکنو الی الذین ظلموا فتمسکم النار و مالکم من دون الله من أولیاء ثم لا تنصرون) [سورة هود ۱۱۳] ژباړه : او تاسوهغو کسانو ته (د میني څخه ډک) میلان مه کوئ کومو چي ظلم کړی دی، نو تاسو ته به اور ورسیږي او (بیا به) تاسو ته بدون د الله جل جلاله څخه هیڅوک دوستان نه وي بیا به ستاسو سره نصرت ونه کړل سي.
نو له آیت کریم څخه معلومیږي چي الله جل جلاله موږ ته امر کوي چي پر تاسو باندي لازمه ده چي پخپله د هر ډول ظلم څخه ځانونه وساتئ او هم هغو کسانو ته لږ د محبت میلان هم ونه کړئ کوم چي ظالمان دي او په مځکه کي یې ظلم او فساد جوړ کړی، د هغوی سره په هیڅ ډول کومک مه کوئ او د مدحي او توصیف څخه یې ځانونه په کلکه وساتئ، بلکي په ځانونو کي داسي حالات ښکاره کړي چي د ورایه معلومه سي چي تاسو د ظالمانو مخالف یاست، او که نه نو تاسو ته به داسي اور در ورسیږي چي هیڅوک به تاسي له هغه څخه خلاص نه کړي چي د الهي عذاب څخه نجات در نصیب کړي او یا درسره نصرت وکړي.
ګورئ موږ او تاسي د ظالم د حمایت د سزا تأثیرات په دې نړۍ کي هم وینو، دا الهي آفتونه او عذابونه او دا وچکالۍ او نېستۍ ټوله پر موږ باندي د همدې ظالمانو له لاسه خپري دي او موږ خو ددې پر ځاي چي د ظالم د فساد مخنیوی وکړو نور هم د هغوی حمایت کوو، کچیري د ټول افغانستان ولس د ظالمانو له حمایت څخه لاس واخلي نو یو ظالم به یوه شېبه هم دلته تېره نه کړي، دا موږ او تاسي یو چي د همدې ظالمانو تر څنګ ولاړ یو، ملاتړ یې کوو او همدوی ته جاسوسي، کماپینونه، انتخابات او تائید یې کوو، همدا موږ یو چي د همدې ظالمانو پر ظلمونو باندي بیا بیرته پردې اچوو او د رسوائي څخه یې هم ساتو.
امام غزالي رحمه الله فرمايي : چي زما د ظالم پر ځاي و مظلوم ته ډېر درد او قهر راځي ځکه همدغه مظلوم همدا ظالم ته دا زمينه برابره کړې چي ظلم پر وکړي، پر خلاف یې حق خبره نه کوي او نه هم کوم پاڅون.
د ظالم سره مینه او محبت مه کوئ او مه پرې اعتماد او اطمنان حاصلوئ، هیڅکله یې اسرار مه پټوئ بلکي بیانوی یې ترڅو یې له ظلمونو څخه خلګ خبر سي او کرکه ترې وکړي او دده له أعمالو څخه پرهېز وکړي او ورته په کارونو کي مشورې ورنه کړي.
د بشریت ستر لارښود او سرور کائنات صلی الله علیه وسلم هم دې موضوع ته داسي اشاره کړېده [من مشی مع ظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام] هرڅوک چي د یوه ظالم سره ددې لپاره روان سي چي هغه تقویه کړي او قوت ور وبخښي حال داچي دی پوهیږي چي یقینا هغه ظالم دی نو دا سړی د اسلام څخه ووتی. رښتیا دا خبره خو پر کمپاینرانو باندي هم صدق کوي چي د یو ظالم او فاسق کاندید سره د هغه د حمایت لپاره ډول ډول غونډي جوړوي او نور افراد هم دعوتوي ترڅو دهمدې ظالم حمایت په وسي، په حقیقت کي دی بل کار نه کوي بلکي خپل ځان او همدا بل کس له اسلام خارجوي.
نو د خدای لپاره اې ګران او مېړنی ولسه ! بېځایه په چا پسي تقلید مه کوه، د تعصب، سمت پرستۍ او قوم پرستۍ لپاره د یو ظالم حمایت مه کوه که نه نو د الله تعالی یو نوم القهار دی، چي تر داسي ظالمانو به نور هم سخت ظالمان درباندي مقرره کړي.
له سفیان الثوري رحمة الله علیه څخه یوه خیاط پوښتنه وکړه چي اې د الله ولي ! زه و ظالمانو ته کالي جوړوم نو آیا پدې کومک سره زه په ظالمانو کي حسابېږم؟ هغه رحمه الله څومره له حکمته ډک ځواب ورکړی او ورته ویې ویل: پدې وخت کي خو ته پخپله عین ظالم یې او د ظالم سره کومک کوونکی هغه څوک دی چي پر تا باندي ستن او تار خرڅوي.
همدارنګه الله تعالی جل جلاله د سورة هود په ۱۱۶ آیت کي داسي فرمايي : (فلولا کان من القرون من قبلکم أولوا بقیة ینهون عن الفساد فی الأرض الا قلیلا ممن أنجینا منهم واتبع الذین ظلموا ما أترفوا فیه و کانوا مجرمین) ژباړه : نو ستاسو څخه مخکي د پخوانیو امتونو (خلګو) څخه ولي د خیر خاوندان نه وه، چي په مځکه کي یې د فساد مخنیوی کړی وای، مګر لږ هغه څوک وه چاته چي موږ نجات ورکړی ؤ، نو (دغي کوچنۍ ډلي په غیر مؤثرانه توګه د فساد مخنیوی کاوه) او هغو کسانو چي ظلم یې غوره کړی ؤ د هغه شي پیروۍ ته ادامه ورکوله په کوم شي کي چي دوی اسوده جوړ سوي وه او ددوی اکثریت یې جنایتکاران وه (چي موږ د مځکي له مخه ورک کړه).
نو اې د ظالمانو حامیانو ! ددنیا په دې څو ورځي ژوند مه غولېږی چي له ځانونو سره دا مه وایاست چي پرواه نه کوي موږ خو هوسا او آسوده یو، ژر ده چي الله تعالی مو د پخوانیو امتونو غوندي تباه کړي، بله خبره لادا چي تاسي عبرت ولي نه اخلئ، شپه او ورځ علماء، داعیان او استادان درته لګیا دي چي دا کار مه کوئ دا به مو اور ته نژدې کړي خو موږ یې بیا له یوه غوږه ننباسو او له بله یې باسو، له هغه مجلسه چي ولاړیږو هغه خبري بیرته هملته پرېږدو.
بله خبره د تعصب ده له تعصب څخه مراد سمت پرستي (زه کندهاری یم او ته هلمندی یې نو زه پر تا فوقیت لرم)، قوم پرستي (زه محمدزی یم او ته الکوزی یې نو زه پر تا فوقیت لرم)، زبان پرستي (زه پښتون یم او ته فارسي زبان یې نو زه پر تا فوقیت لرم)، نژاد پرستي (زه سپین یم او ته تور یې نو زه پر تا فوقیت لرم) او داسي نور…..
او رسول الله صلی الله علیه وسلم خو لا داسي تعریف کړېده چي تعصب دې ته وايي چي (ان تعین قومک علی الظلم – رواه أبوداؤد) تعصب او قوم پالنه دې ته وايي چي به ظلم او نارواه کي د قوم لاسنیوی کوې.
اې پښتنو ! د ظالمو پښتنو له حمایته لاس واخلئ، په پښتنو کي یو بد عادت دادی چي هرڅومره ظالم، جابر او قاتل وي خو که پښتون وي نو دوی یې حمایت کوي او هغه ته لوړ لوړ القاب استعمالوي، ښه مثال یې عوامي نېشنل ګوند دی چي هر وخت دوی د افغاني کمونیستانو او ظالمو پښتنو حمایت او کلکه دفاع کوي یوازي او یوازي د پښتونولی پخاطر، چي ورته ووایې چي وه وروره دا خو لوی قاتل دی نو بیا درته وایي چي یاره د پښتنو لپاره خو یوه لویه پایه ده، او کچیري همدا ظالم ووژل سي نو په وژنه یې ژور خفګان هم ښکاره کوي، که هرڅومره ګناهګاره، فاسق او یا غلام وي نو دوی یې صفت کوي د خپل قوم پخاطر،ځکه هغه که مسلمانانو ته څومره تاواني ؤ پرواه یې نسته خو که پښتنو ته تاواني ؤ نو بیا رښتیا چي بد سړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي فرمايي : [لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل عصبیة و لیس من مات علی عصبیة – رواه ابوداود] ترجمه: څوک چې عصبیت یعني قومپالنې ته دعوت چلوي، یاد عصبیت لپاره جنګیږي او یا هم په دغه تعصب باندې مړ شي دا زموږ یعنی د مسلمانانو له ډلې څخه نه دی.
نو آخري خبره مي داده چي اې زما ګران ملته ! لومړی د علم په زېور ځانونه سمبال کړئ ترڅو مو خپل اصلي دښمن او دوست درته معلوم وي، ځکه په جاهل ملت باندي هرڅوک لوبي کوي، سیدجمال الدین افغان رحمه الله څومره ښه ویلي دي : [اې د ختیځ بچیه ! آیا نه پوهېږې چي د غرب اقتصادي او سیاسي تسلط ددې لپاره پر تا تپل سوی چي په علم او پوهه کي پر تا لوړوالی لري، پر تا د علم لاسته راوړل لازمي دي تر څو خپل فکر ته رڼا ور وبخښې نو بیا به د شان او شوکت څخه ډک تېر وختونه ستا د روښانه دوامداره او له ښېرازۍ څخه په ډکه راتلونکې هنداره کي یو ځل بیا تاته ښکاره سي].
بله خبره دا چي اصلي دښمنان مو وپېژنئ په پټو سترګو د یو چا تقلید مه کوئ او د ظالم د حمایت څخه لاس واخلئ، د جهالو او ناپوهو مشرانو پسي اقتداء مه کوئ ځکه د غرب یو لویه لومه همدا مظلوم او ویده ملت ته داده چي خپل ګوډاګی، مزدور، ظالم، جابر او ناپوه شخص موږ ته د أتل په توګه راوتراشي.
احمد کندهاری

شریک یي کړئ!