برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال رازق چا وواژه ـ طالبانو که پاکستاني استخباراتو؟!

آریانانیوز: دری ورځې وړاندې چې کله د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق خان د طالبانو په پلان شوي برید کې ووژل شو له دې سره سم د یولړ شنونکو او ځینو دولتي چارواکو لخوا دې تبصرو زور واخیست چې د جنرال رازق د وژنې پلان د طالبانو لخوا نه ، بلکې د بهرنیو استخباراتو چې معمولا د دوئ هدف ورڅخه د پاکستان څارګره شبکه (i.s.i) وي طرحه شوی او عملي شو.
سره له دې چې د نوموړي د وژنې مسؤلیت رسما طالبانو په غاړه واخیست خو بیاهم یاد شنونکي او د هغوی هم نظره دولتي چارواکي د دغسي برید تنظیمول د طالبانو تر پوځي وړنیا لوړ بولي.
د رازق خان په قتل کې د ګډ حکومت ښکیلتیا تر هغه وروسته زور اخلي چې خپله رازق خان تیر کال د کندهار والي ښاغلي ویسا د معرفي په غونډه کې وايي چې دی ښکاره اسناد لري چې ګډ حکومت غواړي نوموړي له منځه یوسي.
مګرهغه څه چې په دې اړه واقعیت او کابل رژیم نه غواړي ورباندي اعتراف وکړي هغه دا چې جنرال رازق خان د طالبانو لخوا وژل شوي او د دې ښکاره ثبوت د طالبانو هغه ویډیو ده چې د طالبانو له رسمي ادرسه خپره او د جنرال رازق وژونکي بریدګر ورکي ښکاري چې د طالبانو په پوځي مرکزونو کې روزل کیږي او وايي چې دی ژمن دی د الله تعالی په لاره کې استشهادي برید تر سره کړي.
جنرال رازق تر ټولو آسانه هدف
دا لومړی ځل نه دی چې جنرال رازق خان د طالبانو لخوا په نښه کیږي ، بلکې تر دې وړاندې هم نوموړی په مکرر ډول د طالبانو لخوا په نښه شوي ، مرګونی ژوبل شوی ، ځغلول شوی او سخت ډارول شوی دی.
د جنرال رازق وژل د طالبانو لپاره یو تر ټولو اسانه هدف و ځکه طالبان توانیدلي چې په خپلو پیچلو تکتیکي بریدونو کې ډیرمهم او لوړ پوړي امریکايي جنرالان ، د هغوي مهم پوځیان او همدا راز تر جنرال رازق خان ډیر مهم او لوړ پوړي دولتي چارواکي په ډیرو حساسو او خوندي ځایونو کې په نښه او له منځه یوسي .

خو د طالبانو د هر برید په غبرګون کې د کابل رژیم ناتوانه او بي کفایته امنیتي او دفاعي مسؤلین د طالبانو دغه ډول بریدیونه بهرنیو کړیو ته منسوبوي او د هغوی تر پوځي او محاربوي وړتیا یې لوړ بولي .
سره له دې چې دوي په تیرو ۱۷ کلونو کې په دې اړه هیڅ داسي اسناد او مدارک وړاندي نه کړای شول چې خپله ادعاء ورباندې ثابته کړي.
که واقعا د کابل رژیم امنیتي او استخباراتي چارواکي په یادو بریدونو کې د پاکستاني استخباراتو او یا نورو هغو جهتونو چې دوي یې د ښکیلتیا ادعاء لري مستند شواهد ولري نو هغه ولي ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مراجعو ته نه وړاندې کوي او ولي د پاکستان د دغو ښکاره پوځي مداخلو په ځواب بالمثل پوځي اقدام نه کوي؟
د طالبانو ځیني مهم بریدونه:
۱ – د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر په ۵ طالبانو د عبدالرحمن نومي طالب په وسیله په کندهار ښار کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړنی سرښندونکی برید تر سره کړچې د یوه امریکايي په وژل کیدو او د کندهار د وخت والي ګل اغا شیرزي او څو نورو کسانو په ژوبلیدو پایته ورسیده.
عبدالرحمن نومي طالب هم کټ مټ د رازق خان د وژونکي ګلبدین نومي طالب په څیر تر برید دوه میاشتې وړاندې د ګل اغا شیرزي په شخصي محافظینو کې ځان ننه ایستی و.
۲ – د ۲۰۰۷ کال د فروري په ۲۷ په بګرام هوايي اډه کې طالبانو د امریکا پر مرستیال ولسمشر دیک چیني باندې سرښندونکی برید ترسره کړ چې د (۳) امریکايي او (۱۵) داخلي پوځیانو د وژل کیدو لامل شو.
۳ – د ۲۰۰۸ کال د اپریل په ۲۸ طالبانو په کابل ښارکې د غوايي د میاشتې د اتمې پر پوځي مراسمو توغندويي برید وکړ چې په خپل وخت کې یو ترټولو هیښوونکی برید ګڼل کیده او له امله یې د پارلمان یوه وکیل ښاغلی فضل الرحمن څمکنی او دقزلباشانو د شورا مشر مړ او ۱۱ نور دولتي چارواکي او سرتیري ژوبل شول.
۴ – د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر په ۲ په لغمان کې طالبانو د ملي امنیت پر مرستیال عبدالله لغماني باندې سرښندونکی برید وکړ چې له امله یې د لغماني په شمول ۲۳ مړه او په لسګونو نورژوبل شول.
۵ – په ۲۰۱۱ کال د می په ۲۸ د تخار ولایت په مرکز کې د داخلي او الماني چارواکو په مشترکه غونډه یوه نفوذي طالب چې د پولیسو لباس يي په ځان و سرښندونکی برید وکړ چې له امله یې د شمال زون پوځي مشر جنرال داود داود او تخار امنیه قومندان مولانا شاه جهان نوری په شمول دوه تنه جرمني مشاورین مړه او د تخار والی عبدالجبار تقوا او ګڼ شمیر نور دولتي چارواکي ټپیان شول.
۶ – د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په ۱۴ په کابل کې د ایساف پر عمومي قومندانۍ او امریکايي سفارت باندې ۷ تنو طالبانو توغندويي او غلچکي برید وکړ چې ۱۴ ساعته یې دوام وکړ او د ۷ تنو بهرنیو سرتیرو په شمول ورکې ګڼ شمیر نور داخلي او بهرني سرتیري ژوبل شول.
۷- د ۲۰۱۲ کال د د سمبر په ۴ د کابل ښار په مرکز کې طالبانو د ملي امنیت پر عمومي رئیس اسد الله خالد سرښندونکی برید وکړچې له امله یې نوموړی مرګوني ټپي او تر اوسه پوري د دولتي دندي له ترسره کولو څخه ناتوانه دی.
۸ – د ۲۰۱۴ کال د اګست په ۷ د جنرال فهیم پر پوځي اکاډمۍ د یوه تن نفوذي طالب سرښندونکی برید وکړ چې د لوړپوړي امریکايي جنرال) ( Harold Greeneاو ۱۴ تنو نورو جرمني او انګلیسي سرتیرو په وژل کیدو پایته ورسیدو.
۹- د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۱۹ د اروز ګان ولایت امنیه قومندان او په جنوب لویدیځ زون کې د امریکايي ځواکونو ډیر باوري کس جنرال مطیع الله خان د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د طالبانو په یوه داسې پیچلی تکتیکي برید کې ووژل شو چې تر اوسه یې هیڅ کشفي او امنیتي ارګان د وژنې جزئیات تر لاسه نه کړای شول.
۱۰ – د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۷ طالبانو په کابل ښار کې عزیز الله کاروان په یوه تکتیکي برید کې وواژه .
عزیزالله کاروان د پکتیاولایت د ځانګړې لواء قومندان او په جنوب ختیځ زون کې د امریکایانو د باور وړشخص ګڼل کیده .
۱۱ ـ د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۸ طالبانو د خپل یوه نفوذي طالب په وسیله د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ، خان او د دې ولایت د ملی امنیت مشر عبدالمؤمن حسین خیل ووژل او د کندهار والي توریالی ویسا او یوشمیر نور دولتي کسان يي ژوبل کړل.
پورتني تفصیلي جریانات چې د مشت نمونه خراور په ډول یې دلته تذکر وشو، ټول هغه څه دي چې اوس هم د رسنیو په ارشیف کې خوندي او داسې مُسَلَم واقعیتونه دي چې هیڅ څوک تري انکار نشي کولای، دا هرڅه طالبانو په خاصو زماني واټنونو کې ترسره کړي او خپله امریکايي او دولتي چارواکو ورباندې اعتراف کړی چې یوه ژوندۍ بیلګه یې خپله ښاغلی اسدالله خالد دی چې اوس په له کاره لویدلي ځان ژوند کوي.
اوس که ښاغلی محللین له دغو ټولو مسلمو واقعیتونو او حتی د ښاغلی اسد الله خالد له نیم ژواندې جسده انکار کوي او دا هرڅه د پاکستاني استخباراتو کار ګڼي نو بیا دوی دې پوښتنې ته څه ځواب لري چې پاکستاني استخبارات یې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي له بهرنیو میلمنو رانیولې د حکومت تر ولسمشره ، وزیرانو ، والیانو او امنیه قومندانانو پوري یو په بل پسي ور وژني او دوی ځانته د مستقل هیواد ، وزارت دفاع او نورو دفاعي ارګانونو د شتون ادعاء کوي؟
که واقعا په تیرو اولسو کلونو کې وژل شوي بهرني او داخلي لوړ پوړي چارواکي د کابل په مرکز کې د پاکستاني استخباراتو په ترتیب شویو بریدونو کې وژل شوي وي نو دوی بیا دفاع له څه شي کوي ، څلورنیم لکه ملي اردو یې د څه لپاره او له ارضي تمامیت څخه دفاع د دوي په نیزد څه تعبیر لري؟
طالبانو ولي جنرال رازق وواژه؟
ډیری هغه کسان چې د امریکایانو په نزد د جنرال رازق خان له اهمیته ناخبره دي پوښتنه کوي چې طالبانو ولي دا پښتون تکړه جنرال وواژه؟
خبره داده چې طالبانو جنرال رازق کله هم د هغه د افغانیت او پښتونولي له وجې نه ؛ بلکې له امریکايي اشغال څخه د فاع په جُرم وواژه.
راځئ دلته د ښاغلی رازق خان د اهمیت په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې او د هغه په بشر ضد جنایتونو باندې خپله د کندهاریانو توضیحات ولولو:
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼه په خپل وروستې تحلیل کې د رازق خان په اړه داسې لیکي:
د جنرال رازق خان په وژل کیدو سره امریکایانو داسې یو مهم همکار له لاسه ورکړ چې په کندهار کې د هغه نشتون به امریکايي ماموریت لا نور سخت کړي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان چې د رازق خان د وژنې په برید کې روغ خلاص شو د رازق خان په اړه وايي: رازق خان زما نیږدي دوست او یو ترټولو زړه ور جنرال و.
جنرال رازق خان که څه هم چې ظاهره په دولتي تشکیلاتو کې د کندهار امنیه قومندان و خو په حقیقت کې د ټول جنوب لویدیځه حوزې په کچه دومره صلاحیت درلود چې د هغه ځای والي او ټول حکومتي چارواکې یې تر سیوري لاندې راوستي وو.
نوموړي ته دغه ټول صلاحیت د امریکايي ځواکونو لخوا د ده د هغو خدمتونو په عوض کې ورکړل شوي و چې ده د خپل ماموریت په مهال تر سره کړي.
دا هرچاته واضحه ده چې رازق خان نه سواد درلود ، نه په خپلې سیمې کې ټولنیز قومي وجاهت او نه هم د ټولنیزو ملي خدمتونو له وجي ښه شهرت ، حتی تر دې چې نوموړی د هغه حکومت په خلاف چې ده ته یې د کندهار امنیه قومندانۍ مسؤلیت سپارلی و هم د بغاوت اعلان کړی او تل به یې په کابل کې ګډ حکومت ننګاوه چې د ده د عزل او نصب صلاحیت نه لري.
او دا واقعیت هم و چې ګډ حکومت د رازق خان د ګوښه کیدو صلاحیت نه درلود؛ ځکه د افغانستان د حاکمیت ټولواکان امریکایان دي او امریکایانو ته په جنوب غرب حوزه کې تر رازق خان بل هیچا ښه فعالیت نه دی کړی.
د رازق خان ټول شهرت د هغو جنګي جنایتونو له وجې و چې ده د امریکايي اشغالګرو د رضایت لپاره په نوم لیکلي تر ۲۷۶ زیات بیوزله کندهاریان لومړي له کورونو، دوکانونو، پوهنتون ، او ښوونځیو څخه ایستلی او بیا يي تر تعذیب لاندې وژلي او جسدونه یې په سرکونو غورځولي.
دا خبره د طالبانو تبلیغاتي ادعاء نه ؛ بلکې د مشهور مدني فعال خالد هادي کندهاري ، مشهور بهرمیشتي لیکوال محمد شریفي او د کند هار قومي مشرانو هغه اوږد لیست دي چې د رازق خان او دهغه د وسله والو په لاس د ۲۷۶وژل شويو بیوزله کندهاریانو نومونه ، د هغوی شهرت مکمله او د هغه د وژل کیدو نیټه او ځای یې ټول ورکې ثبت شوي او بیا یې هغه د بشري حقونو له مدافعو ټولنو او رسنیو سره یې شریکه کړی دی.
همدا راز په مجاهد پالونکي کندهار کې د امریکايي اشغال لپاره د زمینه سازي په خاطر د رازق خان هغه فعالیتونه ( جنایتونه) چې د پنجوايي او نورو سیمو په شنو باغونو کې یې د امریکايي شوبلو د امنیت په خاطر سره کونه جوړکړل او کندهاري ولس ته یې د ملیاردونو افغانیو په بیه مالي تاوانونه واړول.
خلاصه دا چې د وژل شوي رازق خان ټول شهرت د هغه د جنګي جنایتونو او اشغالګرو په خدمت کې د هغه د وفاداري له امله و، د نوموړي په جنګي جنایتونو باندې د بشري حقونو د دفاع نړیواله کمیټه هم شاهده ده ځکه یې د ده نوم د ده له نورو مسلکي ملګرو هریوه عطامحمد نور، عبدالحکیم شجاعي
اسدالله خالد ،عزیز الله کاروان ، او قومندان مطیع الله سره یوځای د جنګي مجرمینو په لیست کې راوستی.
طالبانو له ډیره وخته راهیسي جنرال رازق د امریکايي اشغالګرو د یوه صمیمي مدافع او جنګي مجرم په حیث تر هدف لاندې نیولی ترڅو یې بالاخره د تیرې پنچشنبي په ورځ د هغو په وژلو لاس بر او نوموړی یې د خپلو شومو اعمالو او دین او هیواد ته دخیانت په جرم د تاریخ کندې ته ورټیل واهه.
د رازق خان په وژلو سره طالبانو وکړای شول د امریکايي اشغالګرو هغه بدنامه او وحشي حلقه چې امریکايي اشغالګرو ته تر بل هرچا وفادار وو له ټول افغانستان څخه ټوله کړي ، او نور به ان شاء الله اشغالګر په دې نه توانیږي چې د افغان ولس د وژلو او وهلو لپاره دغه ډول اجرتي قاتلان پیدا کړای شي.
چراغ ظلم ظالم تادم محشر نمی سوزد.
اګر سوزد شبي سوزد ، شبې دیګر نمی سوزد.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي