برخه -څانګه : accidents, news, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر جنرال رازق د بریدګر جسد لا هم کورنۍ ته نه دی سپارل شوی

آریانانیوز: کندهار ولایت مقام کې د ننه پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي چارواکو د نفوذي بریدګر ذبیح الله ابودجانه جسد لا هم کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.


هغه د تلې (۲۶مه، پنجشنبه) د کندهار ولایت مقام کې دننه، جنرال رازق، د کندهار د ملي امنیت رییس عبدالمومین حسین خېل، د لوا یو قومندان او دوه امریکایان ووژل، د کندهار د والي زلمي ویسا په ګډون يې لوړ پوړی امریکايي جنرال او څو تنه نور ټپیان کړل.
طالبانو بریدګر خپل ملګری یاد کړ او ويې ویل چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د همدې موخې لپاره د والي په ساتونکو کې ځای پر ځای شوی و.
حکومت هم منلې، چې بریدګر د طالبانو ملګری او د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو دوی يې نوم رازمحمد یادوي چې د ګلبدین په نوم د والي ساتونکی ټاکل شوی و.
له پېښې تر دوه اوونیو ډېر وخت تېرېږي، خو لا هم د دې بریدګر جسد چې د یو بل افغان عسکر له لوري ووژل شو، د هغه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.
تېره ورځ طالبانو د خپل سرتېري د جسد غوښتنه وکړه او ويې ویل تیار دي، چې د فراه په را نسکوره شوې چورلکه کې جسدونه ورسره تبادله کړي.
حکومت د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د فراه ځایي چارواکو منلې چې په چورلکه کې د ۲۷ وژل شویو کسانو له ډلې یوازې د ۱۱ تنو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي او نور د طالبانو په لاس کې دي، چې ښايي د لوړ پوړو چارواکو جسدونه به وي.
طالبانو ويلي دې تبادلې ته د سرې میاشتې په وسیله تیار دي، خو حکومت لا هم پټه خوله دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي