برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه سقوط شوې

آریانانیوز: د بغلان په بورکي ولسوالۍ کې په قرارګاه بريد کې نهه سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


د بورکې ولسوال شمس الدين شهاب وايي چې په دغه بريد کې چې د دې ولسوالۍ په فلول سيمه کې پر يوې قرارګاه بريد شوی دی ۹ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.
شهاب وايي چې طالبانو په قرارګاه بريد وکړ او سرتيري يې ووژل او له هغې وروسته يې قرارګاه په خپل کنټرول کې واخيسته او د بمونو په واسطه يې ونړوله.
د بغلان امنيه قومندان ذبيح الله شجاعي هم پيښه تائيد کړه خو د پيښې د تلفاتو په اړه يې جزيات ورنکړل.
بل لور ته د نجيب الله نديم په نامه د بورکې يو تن اوسيدونکی وايي چې بيګا ناوخته طالبانو د فلول سيمې د شهرنو کلي په قراره ګاه بريد وکړ چې شاوخوا شلو سرتيرو ته په کې مرګ ژوبله واړوله.
نديم وويل چې طالبانو د ملي اردو څو سرتيري ژوندي له ځان سره بيولي هم دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې يې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۴ سرتيري او اربکيان وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي.
مجاهد په دې جګړه کې د يو ټانګ او يوه اندازه سپکه او درنه وسله او مهمات د نيولو يادونه هم کړې ده.

شریک یي کړئ!