برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان نوري فايبر له جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ پورې غځېږيدا

آریانانیوز: د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، افغانستان د نورې فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ.


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) له لارې نوري فايبر د جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ پورې غځېږي او د دغې پروژې له لارې نوري فایبر له افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېریږي.
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر او د زیربنا په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي، په اذربایجان کې د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډه درې اړخيزه ناسته کې د يادې پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه ليکي چې یوه ګډه تخنيکي کمېټه به د اذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د دغې پروژې د عملي کېدو په موخه د پروژو د تخنيکي چارو او درې اړخيزه هوکړه لیک پر برابرولو کار وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي