برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

وسله وال بريد کې ۶ کسان وژل شوي

آریانانیوز: دیوراپورسره سم د جرمني په روت امسي ښار کې نن ماسپښين يو کس په خلکو ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې شپږ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي
راپورونه وايي چې د جرمني په جنوب لويديځ ښار روت امسي سيمې د ريل ګاډي يو تم ځای ته څېرمه يو کس په کور کې دننه په خلکو ډزې وکړې او دا مرګ ژوبله رامنځته شوه
سيمه له پيښې وروسته د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده او د بريد په تړاو يو شکمن کس امنيتي ځواکونو نيولی دی
پوليسو ويلي دي چې داسې ثبوتونه يې نه دي پيدا کړي دي چې په دې پيښه کې دې له يو کس پرته نور څوک شريک وي، ويل کيږي چې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او ښايي چې دا کومه شخصي ستونزه وي
د يادونې وړ ده چې په اروپا کې وخت ناوخته په ځينو سيمو کې د بريدګرو له لوري په خلکو بريدونه کيږي چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي