برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دکولرا ناروغۍ له امله هره ورځ ۲۷ ماشومان مري.

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې هره ورځ د نس ناستي یا کولرا ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مري.


د دغه وزارت د چارواکو په وینا دغه شمېر د نږدې لس کاله پخوا پرتله سم نیمايي کموالي ښيي، چې دوی یې لوی سببونه د عامه پوهاوي ډېروالی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو ډېر شوی لاسرسی بولي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي، تېرو کلونو کې هره ورځ نږدې ۵۰ افغان ماشومان د نس ناستې له کبله مړه کېدل.
دده په خبره، نس ناستی موسمي ناروغي ده، چې دوبي کې پرې تر ډېره حده ماشومان اخته کېږي. افغان روغتیايي چارواکي وايي، د عامې روغتیا په طبي مرکزونو کې یې ځانګړي روغتیا پالان ګومارلي چې د نس ناستې مخنیوي لپاره خلکو ته د اوبو او چاپېریال پاکولو مشورې ورکړي او په درملنه کې مرسته ورسره وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي