برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دچک جمهوریت د وژل شویو عسکرو هویت په ډاګه شو.

آریانانیوز: چک جمهوریت د خپلو هغو ۳ تنو سرتیرو هویت په ډاګه کړ چې تېره ورځ یکشنبه د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کې وژل شوي وه.



د چک جمهوریت دفاع وزیر په هغو مراسمو کې ګډون کړی وو چې د وژل شویو عسکرو جنازه په کښي اخیستل کېده، نوموړي وویل: «دغه وژل شوي عسکر زمونږ اتلان دي، دوی د تروریزم پر ضد جګړه کې له خپل هیواد او کورنۍ څخه په زرګونو کیلومتره لیري ووژل شول، زه به ددوی نومونه درته ذکر کړم: سارجنټ مارټن مارکین، کامل بینس، او پاټریک سټيپنیک».
د چک جمهوریت د رسمي راډیو د خبر سره سم مارټین مارکین ۳۶ کلن وو، د پوځ لیکو ته د ۲۰۰۳ څخه جلب شوی وو، نوموړي ۴ ځله له هیواده بهر دنده تر سره کړې، دوه ځله په کوسوفو کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي او دوه ځله افغانستان ته د ناټو تر چتر لاندي پر دنده ګمارل شوی. پاته دوه عسکر هم ۲۸ کلن او ۲۵ کلن وه او له تیرو پنځو کلونو راهیسي یې په پوځ کې دنده تر سره کوله.
د چک جمهوریت د رسمي احصائیاتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې ددغه هیواد ۱۳ تنه عسکر وژل شوي دي، چې لومړی یې په کال ۲۰۰۷ کې وژل شوی او تر ټولو بده پيښه یې په کال ۲۰۱۴ کې ولیدله کله چې يې ۵ تنه عسکر پر یوه ځای ووژل شول.
چک جمهوریت د ناټو تر چتر لاندي د بشپړ ملاتړ ماموریت په ۱۶ زره کسیز ځواک کې ۲۳۰ تنه عسکر لري چې په هغو کې هغه ۱۶۰ تنه عسکر هم شامل دي چې دغه هیواد یې په تېر پسرلي کې د را لیږلو پرېکړه کړې وه او تر ۲۰۲۰ پوري يې په افغانستان کې د پاتې کېدو ماموریت له غاړي دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي