برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چک؛ له افغانستانه د عسکرو ایستل غواړي

آریانانیوز: وروسته له هغه چې په هرات کې نفوذي بریدګر دریو چکي عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله، د دې هېواد یو پخوانی لوړپوړی چارواکی د عسکرو په ایستلو ټینګار کوي.


وړمه ورځ د هرات په شینډډ ولسوالۍ کې یو نفوذي طالب بریدګر یو چکي عسکر وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.
د دې هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر لیوبومیر زاورالیګ د هغه هېواد د خلکو استازو ته په غونډه کې وویل، چې نور باید له افغانستان پښې سپکې کړو.
دغه پخوانی چارواکی وايي د افغانستان جګړه اوږده شوې او پای يې نه معلومېږي، ښه ده چې ځان ځينې را ټول کړو.
چک حکومت منلې چې هرات کې نفوذي بریدګر د دوی عسکر په نښه کړي او ټپيان يې بګرام کې تر درملنې لاندې دي.
دغه هېواد ټول ۳۵۰ عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ تر چتر لاندې لري، چې د افغان ولس پر ضد جګړه پرمخ وړي.
په هرات کې د برید مسؤلیت طالبانو ومانه او ويې ویل چې نفوذي بریدګر د دوی ملګری وحیدالله د ننګرهار اوسېدونکی و.

شریک یي کړئ!