برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپوهنې وزارت ټولې چارې د یوې میاشتې لپاره ځنډول

د پوهنې وزارت وايي په فراه ولایت کې يې خپلې چارې د شرایطو تر ښه کېدو پورې د یوې میاشتې لپاره ځنډولې دي.


د پوهنې وزارت له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خپلو کارکوونکو او زده کوونکو د خوندیتوب په خاطر د دې وزارت اړوند ټولې ادارې رخصت شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې د فراه ولایت ښوونځي هم د یوې میاشتې لپاره د روژې تر پایه رخصت دي.
د پوهنې وزارت وايي په دې ولایت کې د تدریس، ازموینې او د دې وزارت اړوند ټولې چارې د شرایطو تر سمېدو پورې یوه میاشت ځنډول شوې دي.
فراه کې له تېرې سه شنبې راهیسې جګړه روانه ده، چې تېره ورځ پکې طالبانو ګڼې دولتي ودانۍ ونیولې وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي