برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نږدې څلور میلیونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، د بېلابېلو علتونو له امله نږدې څلور میلیونه افغان ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.
یونیسف وايي، د جګړو، کډوالۍ، بې وزلۍ او ځینو ټولینزو تبعیضاتو له امله ۳ میلیونه او اوه سوه زره ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.
د دې ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې له ښوونځيو د محرمو زده کوونکو په شمېر کې دومره لوړوالی راځي.
دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني روان کال د پوهې کال ونوماوه او ژمنه يې وکړه چې شپږ زره ښوونځي به جوړوي، خو تر اوسه د یوه هم خښته نه ده اېښودل شوې.
د بیان د ازادۍ له دعوې سره په څنګ کې د پوهنیز بهیر غښتلتیا یوه بله هغه دعوه ده چې د بهرنیانو تر لاس لاندې حکومتونو ښه لاسته راوړنه بللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي