برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 27 می , 2018 لنډ لینک :

د زرګونو ژمنه شویو ښوونځيو له ډلې د یوه هم کار نه دی ترسرشوی

اشرف غني چې د ژمنو په ماتولو کې نوم لري، د یوې بلې کړې ژمنې د ترسره کولو لپاره يې هم هیڅ حرکت نه تر سترګو کېږي.


نوموړي د روان لمریز کال په پیل کې دغه کال د «پوهې کال» ونوماوه او پخپل ځانګړي جذباتي انداز يې وویل، په دې کال کې به ۶زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
له یادې ژمنې څو ورځې وروسته، د برېښنايي تذکرو ناندریو زور واخیست، ورپسې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه او روان امنیتي وضعیت هغه څه و، چې ډاکټر غني ته يې دا زړه ورکړ، چې ولس د ده ژمنې هېرې کړې دي.
د پوهنې وزارت مسؤلین وايي دوی د دې ښوونځيو د ودانیو د لګښت لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل وايي، په اوس وخت کې د فعاله ښوونځيو له ډلې ۴۵ سلنه يې ودانۍ نه لري.
ارګ تر اوسه د دې کړې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دوو میاشتو په تېرېدو حتی د یوه ښوونځي د ودانۍ ډبره اېښودل شوې ده.
یاده دې وي ډاکټر غني په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم ژمنه کړې وه، چې نوموړی به د پوهنې په برخه کې بدلونونه رامنځته کړې او په اقتصادي برخه کې خو به حتی د هر کور په دسترخوان کې بدلون راولي.
د شنونکو په باور په پورته ناکامیو سربېره د امنیت په برخه کې پاتې راتلل، بل هغه څه دي چې پر ګډ حکومت يې ولسي بارو تر صفر ښکته کړی دی.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه