برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دننګرهارپه ولایت کښې د یو ښونځي مدیر ناپیژاندو وسله والوله خوا په ډزو ووژل شو

آریانانیوز: د ننګرهار ولایتي ادارې هم د چپلیار د څلوزیو لیسې مدیر د وژل کیدو منښته کړې خو په دې اړه یی نور معلومات نه دي ورکړي .


خود ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، ناڅرګندو وسله والو تیره شپه د دې ریاست اړوند د چپلیار ولسوالۍ د څلوزیو لیسې مدیر حسن خان د ښاییسته خان زوی په رڼا ورځ له ښوونځی ویستلی او تیره شپه یی له وژلو وروسته یې د هغه مړی په سړک غورځولی دی .
د پوهنې ریاست چارواکي وایی تر اوسه نه پوهیږي چې د یادې لیسې مدیر، وسله والو په کوم تور وژلی دی خو د دوي پر وینا، له امنیتي او کشفي ادارو یې د دغې وژنې د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته يې د سپارلو او په راتلونکي کې د داسې پیښو د تکرار د مخنیوي غوښتنه کړې ده .
د ننګرهار ولایتي ادارې هم د چپلیار د څلوزیو لیسې مدیر د وژل کیدو منښته کړې خو په دې اړه یی نور معلومات نه دي ورکړي .
تر اوسه ددولت کومې مخالفی ډلې هم د دې پیښي پړه پر غاړه نده اخسیتې.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې د پوهنې ریاست اړوند ۴۶ تنه کارکوونکي او زده کوونکي وژل شوي ۵۳ تنه ټپیان شوي، دوه تنه نیول شوي او یو تن تښتول شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي