برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دننګرهارولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترهګریز برید غندل

آریانانیوز: په کندهار ولایت کې ځوانانو، قومي مشرانو دمدني ټولنو استازود دیوې غوڼدې په ترڅ کې په ننګرهار ولایت دهسکې مېنه ولسوالې په یو مسجد کې دترهګرو له خوا ترسره شوي برید په سختو ټکو غندلي دي
دکندهار اوسیدونکي وايی، داسې بریدونه په هیڅ دین او مذهب کې جواز نه لري اویو غیر اسلامي اوانساني عمل دي
دکندهار اوسیدونکي زیاتوی، په سپیڅلو ځایونو بریدونه داسلام د دښمنانو کار دي اوپه دې کار سره غواړي اسلام بدنام کړي
په کندهار ولایت کې مدني فعالان وايي، افغان حکومت دې دننګرهار دپیښې عاملین دقانون منګولو ته وسپارل شي او دننګرهار په شپږو ولسوالیو کې دترهګریزو ډلو په وړاندې عملیات لاپراخ شي.

شریک یي کړئ!