برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دمهسا قاتلین هر یو په دېرش کاله بند محکوم شو

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د ماشومې مهسا په قتل او تښتونې تورن کسان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دویمې حوزې د ابتدایه محمکې په علني ناسته کې په سزا محکوم شول.


د پېښې دوه تورن کسان سجاد اغا او روح الله د موظف څارنوال له لوري په دې تورن شول چې مهسا یې له تښتونې وروسته وژلې وه.
د ناستې مشر عبدالوارث احسان پور د مدافع وکیلې له دعوا او دفاعیې وروسته پرېکړه وکړه چې هر تورن کس په دېرش ـ دېرش کاله بند محکوم شول.
ښاغلي احسان پور دا اعلان هم وکړ چې د ابتدایي محکمې حکم قطعي نه دی او دواړه لوري کولای شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.
خو د مهسا پلار مرتضی د دغه حکم له اعلان وروسته رسنیو ته وویل چې دوی د عدالت د ټينګښت لپاره د تورونو کسانو د اعدام غوښتونکي دي.
د ده په خبره، مسؤلو بنسټونو د سن تثبیت سم نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي