برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د یوې شپږ کلنې ماشومې د تښتونې او وژنې په تور دوه اختطافچیان ونیول شول

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وایي، ملي پولیسو په کابل ښار کې د یوې شپږ کلنې ماشومې د تښتونې او وژنې په تور دوه تنه انسان تښتونکي نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، دغو نیول شوو کسانو څه موده وړاندې د کابل ښار د ۱۱ ناحیې له سه صدو پانزده سیمې څخه یوه شپږ کله ماشومه تښتولې وه.
په اعلامیې کې راغلي چې،” نیول شوو کسانو د کب په ۱۹ مه د یولسمې ناحیې له مربوطاتو څخه یوه شپږ کله ماشومه تښتولې وه، او د دغې ماشومې د خلاصون په بدل کې یې دهغې له کورنۍ څخه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله”.
اعلامیه زیاتوي،” د دې ماشومې د تښتول کیدو د خبر په را رسیدو سره، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د اختطافچیانو له منګولو څخه، د تښتول شوې ماشومې د خوشي کولو لپاره بیړنۍ هلې ځلې پیل کړې. چې په پایله کې یې د دغې پیښې په تور د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په پایله کې له ۲۴ ساعتونو څخه وروسته دوه تنه اختطافچیان ونیول شول”. د کابل د امینې قوماندانۍ پولیس ویلي چې نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي