برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمسلمیار د کورنۍ څوغړي وژل شوي اوڅونور ټپيان شول

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په چاپه کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.


ویل کیږي چې دغه ټوله د مشرانو د جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار د کورنۍ غړي دي.
په وژل شویو کسانو کې د محلي پولیسو قومندان حاجي زورور خان هم شامل دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو سیمې په «چیني» کلي کې عملیات وکړل چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او د یوې ښځې او ماشومې په شمول ۸ تنه نور ټپيان دي.
نوموړي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د محلي پولیسو د قومندان تر څنګ د مسلمیار د اکا زامن او نور خپلوان شامل دي.
وژل شوي کسان:
حاجي محمد اسماعيل
سليمانخېل
حيات الله
زورور خان
کريم الله
سبحان الله
صفي الله
عجب
سبحان الله
انوارالله
د ننګرهار والي حیات الله حیات چې تازه والي ټاکل شوی دی، پر دغې پيښې خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې د مرکزي حکومت څخه به وغواړي چې ددغې پيښې د څیړنې لپاره لوړ پوړی پلاوی وټاکي، تر څو هر اړخیزي څیړنې وکړي.
خپله فضل الهادي مسلمیار اوس مهال سعودي ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې تللی دی تر اوسه څه نه دي ویلي.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې تر هغو مرکزي حکومت ته وخت ورکوي تر څو چې مسلمیار بیرته خپل هیواد ته را ګرځي، دوی به وروستۍ پرېکړه د هغه په سلا مشوره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي