برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دری زروپنځه سوه ماشومانو وژل کیدا

آریانانیوز: ملګړي ملتونو وايي، دې ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو پر ترڅ کې کوم تلفات چې ملکیانو ته پکې رسېدلي، له درې برخو يې یو برخه ماشومان دي چې یا مړه شوي او یا هم ټپیان شوي دي
د دغې پلټنې له مخې د ۳۵۰۰ ماشومانو د وژل کېدو تر څنګ ۹۰۰۰ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي، او په دغو څلور کلونو کې له ۱۴ زرو ډیر داسې موارد ثبت شوي چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ښي
د ملګرو ملتون عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، دغه تلفات ماشومانو ته دجګرو په نښتو کې، بریدون کې او بمباریو کې اوښتي دي
دغه پلټنه ښيي چې، هوايي بریدونو کې ماشومانو ته مرګ ژوبله بې سارې لوړه شوې ده، د پلټڼې له مخې په هوايي بریدونوکې له ۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۱۸ پورې ۱۰۴۹ ماشومانو ته زیان اوښتی چې له ډلې يې ۴۶۴ماشومان وژل شوي دي
افغانستان کې ماشومان یوازې د جګړې د مېچنې ښکار ندي، بلکې داسې موارد هم شته چې له ماشومانو څخه جنسي ګټه اخیستل کیږي. د ملکړو ملتونو پلټنې دا هم ښيي چې له ماشومانو څخه په جګړه کې هم ګټه پورته کیږي، او وسلوال يې په نظامي برخه کې استعمالوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي