برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دبیکاری دکچی دلوړیدوپه اړوند دکاروزارت اندیښنی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د کرونا وېروس له پراخېدو سره د هېواد د کار وزارت وايي، د بې کارۍ د کچې لوړېدو ته اندېښنه لری که څه هم داسې کره شمېرې نشته چې په هیواد کې څومره خلکو خپل کارونه له لاسه ور کړی خو د کار وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، تر ډېره د خصوصي سکتور کارکوونکو، کوچنیو کاروباریانو او په ورځنۍ مزدوري لګیا خلکو ته اندېښنه ډېره ده
د نوموړي په خبره، کوم افغانان چې حکومتي دندې لري، کورونا وېروس د هغوی پر کار اغېز نه دی کړی
“هغوی ته کاري ستونزه نه ده پیدا شوې، که په رخصتي کې هم دي، هغوی نارمل حالت لري، د ادارو مشرتابه یې خپلو چارو ته دوام ور کوي
د نوموړي په خبره، حکومت خصوصي سکتور ته اندېښمن دی، ځکه دې برخه کې ادارو ځینې کارمنان ځواب کړي دي
ښاغلي احمدزي د بي بي سي خبریال ندیم اشرف ته وویل، د کرونا وېروس د بندیزونو له امله ښايي بې کاري نوره هم لوړه شي خو په وینا یې حکومت په داسې پروګرامونو لګیا دی چې د بې کاري کچه بېرته ټيټه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي