برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دبرښنا شرکت پرعوایدوباندی دکرونا وایرس منفي اغېزی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د کرونا ویروس خپرېدو، د افغانستان برښنا شرکت پرعوایدو هم منفي اغېز کړی دی
د یاد شرکت مسؤلین وايي، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له امله، د دوی ورځني عواید له شااوخوا ۸۰ میلیونو افغانیو څخه څه کم ۲۰ میلیونو افغانیو ته راټیت شوي دي
د دغه شرکت رئیس وايي، د افغانستان برښنا شرکت په روان وضعیت کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او که خلک، خصوصي سکټور او دولتي ادارې پر ټاکلي وخت د برښنا لګښت ورنه‌کړي، دوی نه‌ شي کولای چې د برښنا د تمویل او رسولو پراختیايي پروژې عملي کړي
امان‌الله غالب وویل، دوی برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه په نغدو اخلي او خلکو، خصوصی سکټور او دولتي ادارو ته‌یې ورکوي او که د برښنا مصرفوونکي خپل بلونه ورنه‌کړي، برشنا شرکت به د راتلونکو پراختیايي پروژو د پلي کولو توان ونه‌لري
د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب
ښاغلي غالب وویل، د موجوده ستونزې د حل لپاره‌یې حکومت ته یوه درې ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده
هغه زیاته کړه: “یو دا چې مرکزي، ملي، نړیوال او یا کوم بل بانک باید موږ ته پور راکړي. بله دا چې ازبکستان یا بل هېواد باید زموږ په راټولو شویو عوایدو قناعت وکړي او پاتې به‌یې په قسطونو ورکوو او درېیمه هم دا چې د مالیې وزارت د دولتي ادارو د برښنا لګښت د کال په پای کې راکوي، نو که دولتي ادارې د برښنا لګښت راکړي، بیا هم یو کار کېږي
ښاغلي غالب وویل، اوس پر خلکو سربېره خصوصي سکټور ۸۰۰ میلیونه او دولتي ادارې څه باندې څلور میلیارده افغانۍ له برښنا شرکت څخه پوروړي دي
د برښنا شرکت رئیس دا هم وویل، دغه طرحه‌یې د برښنا د تمویل او رسولو بورډ ته چې مشري یې د مالېې وزارت کوي، ورسپارلې ده
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، بورډ هڅه کوي چې د حکومت په مرسته د دغه شرکت ستونزې حل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي